د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه د امريکا د واشنګتن پوست په ورځپاڼه کې په يوه ليکنه کې ژمنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د ديموکراتيکی حکومت جوړولو او د اقتصادي پرمختګ په برخو کې له نوی پارلمان سره همکاري وکړي.
پرويز مشرف په دغه ليکنه کې ويلي پاکستان اوس له دريو عمده ننګونو سره مخامخ دی: د ترهګرۍ او تندلاری پر ضد مبارزه وکړي، يو ثابت او اغيزمن ديموکراتيکی حکومت جوړ کړي او د اقتصادي پرمختيا لپاره کوشش وکړي. دغه دندې د پاکستان د زيات شمېر وګړيو ګډ هدف دی.
ده د پارلمانی ټولټاکنو لوړه ستاينه وکړه او ويې ويل چې پاکستان له يو لړ ترينګلو حالاتو وروسته په بريالۍ توګه پارلمانی ټولټاکنې تر سره کړې چې د دغه هېواد په شپيته کلن په تاريخ کې يو مهم پړاو و.