ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پوښتنه او ځواب پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !
څوورځې مخکی زموږ يو اوريدونکی د تليفون له لارې يو څو وړانديزونه وکړل چې د چين د نړيوالې راډيو په خپرونه کې بايد د چين د سيلانۍ په اړه ځينی په زړه پوری معلومات خپاره شی ځکه چې دی او ډير نور ملګری يی غواړی په راتلونکی له چين څخه ليدنه وکړي . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين د سيلانۍ په اړه لږڅه معلومات وړاندی کړم .
چين ډيرې پراخې مځکې ، ښکلې طبيعي منظرې ، زيات سيندونه اوځلانده کلتورلري ، په چين کې قومونه زيات او دودونه او رواجونه يې بيلابيل دي ، دغه راز په چين کې ځايی توليدات او محصولات رنګارنګ دي او نفيس صنايع او د هنر بېلابېل ډولونه يې ډيرې لوړې سويې ته رسيدلي دي . راز راز خوندورو او مزه دارو خوراکونو د چين په دننه او بهر کې ډير شهرت موندلی دی ، د چين توريستي منابع خورا غني ښکاري او ډير ستر پټ قوت او روښانه راتلونکي لري . د چين د اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون د پر له پسي ژورتيا سره سره توريستي چارې اوس د چين د اقتصاد د انکشاف لپاره په يو نوی ټکی ګرځيدلی دی .اوس د چين په بيلابيلو ځايونو کې د سيل لپاره ښکلې منظرې لرونکي سيمې په پر له پسي توګه زياتيږي او اساسي تاسيسات يې هم په پر له پسي توګه
مکمل او بشپړيږي ، د سفر لپاره چين ته د راغلو بهرنيو سيلانيانو شمير هم کال په کال زياتيږي .
په چين کې توريستي منابع ډول ډول دي ،د ژيومورفولوژي له پلوه د چين د توروفان ټيټ ځای د اي دين په نامه د جهيل د تل څخه چې د سمندري سطحې څخه يو سلو پنځه پنځوس متره ټيټ دی د جوموﻻما تر لوړې څوکې پورې چې لوړالی يې د سمندري سطحې څخه ٨٨٤٨اعشاريه ١٣ميترو ته رسيږي او د دواړو ځايونو ترمنځ مطلق لوړوالی ٩٠٠٣مترو ته رسيږي . دا ډول توپير په نړۍ کې هم ډېر لږ ليدل کيږي . همدا شان د توريستي اقليم د سرچينو په برخه کې چين څرګند اقليم لري ، په تيره بيا د خنګ دوان شان په نامه غرنيو سيمو کې داسي منظرې ليدل کيږي چې په غرونو کې د کال څلور فصلونه په کې معلوميږي ، خو په هرلس کيلومتره ځای کې يی هوا هم يو شان نه ده، چين د نړۍ د تمدن د رامنځته کيدونکو ځايونو څخه دی او روښانه تاريخ او ځلانده کلتور لري ، له تاريخ څخه راپاتي شوي ارزښتناک ميراثونه د توريستي منابعولپاره يوه ډيره قيمتي سرچينه ګڼل کيږي ، يوازې په ١٩٤٩کال کې د نوي چين له جوړيدو راهيسي د چين په ولايتي کچه له ٣٤اداري سيمو څخه په ٢٩ سيمو کې د زړې ډبرې د زمانې اثار او کنډوالې کشف شوې دی .
د چين له بي شمير ښکلو منظره لرونکو او تاريخي ځايونو څخه د چينګ شي هوانګ په نامه د عسکرو او أسانو سفالينې مجسمې په نړۍ کې د اتمې معجزې په توګه ګڼل کيږي د دغو مجسمو نندارتون هرکال له مليونونو تنو څخه زيات چينايي او بهرني سيلانيان ځانته راجلبوي ، برسيره پردې د دون هوانګ د موګاو په نامه د ډبرينو غارونو ديوالي نقاشي او تصويرونه د نړيوالو لخوا د هنري خزانې په توګه پيژندل شوي دی . د چين لوي ديوال په نړۍ کې ډير مشهور دی او هربهرني سياح چي چين ته راځي
حتمأ ددې لوي ديوال د سيل لپاره ورځي. دغه راز په چين کې ٥٦ قومونه شته او هر قوم خپل ځانګړي او خاص تاريخي کلتور او دودونه او رواجونه لري ، له دې څخه هم رنګا رنګ او په زړه پورې کلتوري منظرې جوړې شوې دي .
ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه برخه په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !