<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-23 17:02:02    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې! زه امان الله عمران يم، بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، او زه يې د وړاندې كولو لپاره دا دى سټوډيو ته راغلي يم، نو هيله ده د اورېدو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ. تاسې به د خپلو ليكونو اورېدو ته په تمه وئ، نو زه هم نور ځنډ نه كوم او ستاسې د ليكونو په لوستلو پيل كوم.

عمران – دغه لومړى ليك را اخلم چې له كابل څخه د عزيزي كلب مشر سيد اعظم عزيزي بخارايي را استولى دى. په پيل كې يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: دوستانو ستاسو ارزښتناك سوغاتونه او مطبوعاتي توكي راورسېدل، د پښتو هېندارې په نهمه او لسمه ګڼه كې خورا ډېر ګټور مطالب ځاى شوي وو، له لوستلو څخه مو يې ډېر خوند او ګټور معلومات ترلاسه كړل، يوه جنتري مو هم را استولې وه چې خورا ښكلې وه. ښاغلى عزيزي بيا يو څو خبرې كوي او وايي: د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې د 35 كليزې مباركي د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته وايم، او ستاسو لپاره د لا زيات برياليتوب دعاګانې كوم. بيا وايي: په افغانستان كې ستاسې خپرونې د سهار له خوا ډېرې كمزورې اورېدل كېږي، مهرباني وكړئ، دى وايي، د دغې ستونزې حل ته لږ څه پاملرنه وكړئ. ښاغلى عزيزي بيا زياتوي: له خداى نه غواړم چې دغه كال د افغانانو او چينايانو دواړو دوستو ملتونو لپاره يو بختور كال وي او د دواړو هېوادنو د ولسونو ترمنځ دوستي او ملګري نوره هم ټينګه او پياوړې شي. نوموړى بيا وايي: له دې امله چې چين د افغانستان يوازينى داسې دوست ګاونډى هېواد دى چې زموږ په كورنيو چارو كې يې لاسوهنه نه ده كړې او دوستي او همكاري يې تل له كوم ناوړه مقصد پرته وي نو ځكه، دى وايي، زموږ خلك د دغه هېواد له دغې ارزښتناكې دوستۍ څخه خوشاله دي. اورېدونكى سيد اعظم بيا وايي: د عزيزي كلب د غړيو شمېر 45 تنو ته رسېدلى دى، نو له دې امله موږ غواړو، دى وايي، تاسو موږ ته د پښتو هېندارې دومره ګڼې او نور مطبوعاتي توكي راواستوئ چې زموږ د كلب ټولو غړيو ته ورسېدى شي. اورېدونكي سيد اعظم په خپل بل ليك كې د ميلادي كال د رادبره كېدو مباركي ويلې ده، او بيا يې ليكلي: سږ كال دچن دولت د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلي كولو له دېرشمې كليزې سره برابر دى، بل د بېجېنګ اولمپيك سپورټي لوبې به هم په همدې كال كې په بېجېنګ كې ترسره شي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې وړانديزونه كوي او وايي: كه د خپرونې وخت مو له نيم ساعت څخه يو ساعت ته اوږد شي، او دغه راز كه خپلې خپرونې پر منځنيو څپو سربېره په اېف څپو هم خپرې كړئ ډېره ښه كار به وي او موږ به يې، نوموړى ليكي، په اسانۍ سره واورېدى شو او له اورېدو به يې لا نور ګټور معلومات ترلاسه كړى شو، او بيا په پاى كې په كابل كې د پوستي صندوق د پرانيستلو غوښتنه كوي. موږ هم د ښاغلي عزيزي د تل په شان ګټورو ليكونو او وړانديزونو څخه مننه كوو، د مخكينيو پروګرامونو په شان يو ځل بيا هم تاسې او نور اورېدونكيو ته يادونه كوو، چې د خپرونې وخت د زياتوالي، پر اېف څپو د خپرونې او دغه راز په كابل كې د پوستي صندوق د پرانيستلو په موخه هڅې او كوششونه روان دي، هيله ده چې بريالۍ پايلې ولري او ستاسې او زموږ ګډې هيلې ترسره شي.

- دغه بل ليك بيا د صوبه سرحد له مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړي عمر سعيد را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ډېر وخت كېږي چې تاسو ته مې ليكونه نه دي در استولي، زما ازموينې پيل شوې وې، او اوس پاى ته رسېدلې چې له امله يې دا دى تاسو ته خپل لومړى ليك در استوم. بيا وايي: ما ته ستاسو له خوا زما د يو ليك ځواب هم نه دى رارسېدلى، هيله ده زما دغه ليك، دى وايي، په پروګرام كې خپور كړئ او ما ته د دغه ليك ځواب هرومرو راواستوئ. اورېدونكى عمر سعيد بيا د خپل ځان په اړه ليكي او وايي: زه دوولس كلن يم او په ښوونځي كې په شپږم ټولګي كې زده كړه كوم. زه ستاسو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په ډېر شوق او مينه سره اورم او ډېره علاقه ورسره لرم، د پروګرامونو ترمنځ مې، نوموړى واي، له ټولو زيات د چيني ژبې لوست پروګرام ډېر خوښېږي او هره اوونۍ يې اورم. بيا غوښتنه كوي او وايي تاسې دغه پروګرام په اوونۍ كې دوه ځله خپور كړئ او هم ترې يو كتاب هم چاپ كړئ، كه كتاب نه شئ چاپولئ نو، دى وايي، د چيني ژبې لوستونه په پښتو هېنداره كې خپاره كړئ. نو ګرانه اورېدونكيه عمر خانه، موږ هم همداسې كوو، د پښتو هېندارې په هره ګڼه كې د چيني ژبې لوست خپرېږي، نو هيله ده تاسې ترې څه ناڅه د چينې ژبې زده كړه وكړى شئ.

- دغه راز له مانسهرې څخه د دولفين كلب يو بل غړى محمد نويد اعجازي په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكي: ستاسو دپروګرامونو ترمنځ زما د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر خوښېږي، په دغه پروګرام كې، دى وايي، ډېر ښايسته او په زړه پورې ليكونه خپرېږي او زه يې په ډېر شوق او مينه سره اورم او هره اوونۍ يې اورېده ته په تمه او انتظار وم. اورېدونكى نويد اعجازي بيا د خپل ليك په پاى كې وړانديز كوي چې په پښتو هېنداره كې د اورېدونكيو ليكونه د هغوى له عكسونو سره يو ځاى چاپ او خپاره شي.

- له پېښور څخه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب مشر حافظ محمد بلال ليك را استولى، د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونيكو ته يې سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: موږ ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په ډېره مينه سره اورو، پروګرامونه مو ډېر خوندور او خورا زيات شمېر مينه وال لري، او موږ يې هم، نوموړى وايي، تل له اورېدو څخه خوند اخلو. بيا ليكي: زه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب مشر يم، ماته د تېر كال د جولاى او اګست مياشتو پښتو هېنداره راواستوئ. اورېدونكى محمد بلال بيا د سي آر آى راډيو سند وراستولو غوښتنه كوي، چې مطلب يې نه پوهېږم څه دى، ده بيا د خپل ليك په پاى كې د بېلابېلو شعرونو يو شمېر بيتونه هم را استولي چې، د پروګرام وخت د كموالي له امله يې نه شو لوستلى.

- بيا هم له مانسهرې څخه د ډولفين كلب غړي اسامه امين يو ليك را استولى دي. د پښتو خپرونې كار كوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې د پښتو هېنداره تېره ګڼه مې ولوستله، خورا ډېر معلومات په كې وو. بيا وايي: د سږ كال د بېجېنګ اولمپيك لوبې به په بريالۍ توګه ترسره شي، ځكه چې، دى وايي، د چين دولت او خلك په ډېر جوش او لېوالتيا سره د دغو لوبو ترسره كولو لپاره تياريانې نيسي. اورېدونكى اسامه امين وايي: د اولمپيك سپورټي لوبو د كتلو لپاره به د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه زيات شمېر خلك بېجېنګ ته سفر وكړي، زه هم هيله لرم، دى وايي، چې له نژدې څخه د دغو لوبو د كتلو لپاره سفر وكړم. دى بيا وايي: زه ستاسې څخه هيله كوم چې د اولمپيك سپوټي لوبو په اړه معلومات او خبرونه پر وېبپاڼه هم خپاره كړئ، او ماته دى وايي، د نويو جوړو شويو سټېډيمونو انځوونه راواستوئ.

- دغه راز له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي طارق الله همدرد په خپل ليك كې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته د خپلو ملګريو هر يو: برهان الدين رباني، قاري عبد الرحمن رحيمي، حسن خان قلميار او شېر محمد وفا نومونه ليكلي او د دوى له خوا يې هم د سلامونو يادونه كړې ده. بيا وايي: دا چې ستاسې پروګرامونه ډېر خوندور او په زړه پورې دي، نو موږ يې هم هر وخت په مينه او شوق سره اورو او ډېره علاقه وسره لرو. بيا زياتوي: تاسې د اورېدونكيو ليكونه په پوره ډول نه خپروئ نو زه له تاسو هيله لرم چې د اورېدونكيو ليكونه په پوره ډول خپاره كړئ او يوازې د هغوى د نومونه په اخيستلو بسيا ونه كړئ. اورېدونكى طارق الله همدرد بيا د خپرنيزو توكيو په وراستولو له پښتو خپرونې مننه كوي او وايي: د چيني موسيقۍ يوه سي ډي مو چې را استولې كه چېرې، دى وايي، د دې پر ځاى د چين د منظرو او داسې نور ښكلي عكسونه راواستوئ، موږ به ډېر خوشاله شو. قدرمنو اورېدونكيو دا وو ستاسې ليكونه چې موږ ته رارسېدلي وو درته خپاره مو كړل، اوس د پروګرام وروستۍ برخه او د موسيقۍ نوبت دى نو راځي چې د نغمې په غږ يوه سندره واورو.

عمران - درنو اورېدونكيو دنغمې سندره مو واورېده، په همدې سره د موږ او اورېدونكي پروګرام هم پاى ته ورسېد، كه تاسو غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.