<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-24 18:05:12    
د چنګ ګوی لان له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې چنګ ګوی لان له خوا ويل شوی ولسی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چنګ ګوی لان له خوا ويل شوی د چين په شمالی هه بی ولايت کې يوه مروجه ولسی سندره واورېده چې نوم يې و کاغذباد الوزول٠ هر کال د مارچ په مياشت کې هوا ډېره ښه وي او نجونې په دغه ښکلی وخت کې د لوبو کولو لپاره بهر ته ځي ، په دغه سندره کې ددوی له خوشاليو څخه ډک احساسات څرګنديږي٠

چنګ ګوی لان د ماشومتوب په موده کې له چيني اوپيراګانو سره مينه درلوده او په ١٩٧٠ کال کې ١٥ کلنه چنګ ګوی لان د يوې هنري سرتېری په توګه د چين د نان جينګ د سندرو او نڅا په پوځي ډله کې شامله شوه٠ په ١٩٨٠ کال کې يې د ولسی سندرو ويلو په هغه سيالی کې چې د چين د کلتور وزارت له خوا جوړه شوې، يوه غوره جايزه تر لاسه يوکړه٠ اوس به موږ په ګډه ددې له خوا ويل شوی د چين په جنوبي جه جيانګ ولايت کې يوه ولسی سندره واورو چې نوم يې دی چای ټولول٠ په دغه سندره کې د چای ټولولو په وخت کې د نجونو د کارکولو حالات څرګندېږي٠

( سندره ٢ )

چنګ ګوی لان څو ځله د چيني هنرمندانو له پلاويو سره المان ، امريکا ، کاناډا او روسيی ته سفر کړی ، بر سيره پر دی هغې څو ځله ځانګړی کنسرټونه جوړ کړی او څو

البومونه يې هم خپاره کړی دی٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چنګ ګوی لان له خوا د چين په جنوبي جيانګ سو ولايت کې ويل شوی يوه ولسی سندره واورو چې نوم يې دی د وو شي ښار منظره٠ په دغه سندره کې د چين د جنوب مشهور او تاريخی ښار وو شي ځانګړی او ښکلی منظری څرګندېږي٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!