<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-24 18:55:04    
اتم لوست

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مود چينی ژبې لوست ته هرکلی کوم ! ډېر خوشحاله يم چې د پروګرام په دغه برخه کې له تاسو سره يو ځای د چينی ژبې په پروګرام کې ملګری يم . هېله لرم چې تاسو په اسانه توګه او په خوشحالۍ سره چينی ژبه زده کړئ او تری ګټه واخلئ .

ګرانو اوريدونکو ! د نوی درس له زده کړې مخکی به مونږ د تېر درس مرکه يو ځل بيا سره واورو چې ځينی مهمې کلمې پکې شامل دی .

你好!好久不见。休假怎么样?ني هاو ! هاو جيو بو جيان . شيو جيا زن مه يانګ ؟

السلام عليکم ! ډير وخت کيږی چې نه مو دي سره ليدلي . رخصتی يی څنګه وه ؟

你好! 还不错。你还好吧?ني هاو ! های بو څو . ني های هاو به .

عليکم السلام ! زه ښه يم . تاسی ښه ياست ؟

谢谢,很好。شيې شيې ، هن هاو

مننه کوم ، ډير ښه يم .

ګرانو اوريدونکو ! په دغه مرکه کې مو د پوښتنې او مننې کولو په اړه ځينی مهمې کلمې زده کړې نوستاسو په ياد دي که نه چې په چينی ژبه کې څرنګه مننه څرګندوئ او څرنګه له نورو کسانو څخه پوښتنه کوئ ؟ مونږ به دې ته يوه لنډه کتنه وکړو .

د څه په اړه حال څنګه دی يعنی زن مه يانګ ؟ زن مه يانګ ؟ د بېلګې په توګه ستا روغتيا څنګه ده ؟ ني شن تي زن مه يانګ ؟ ني شن تي زن مه يانګ ؟

مننه په چينی ژبه کې يعنی شيې شيې ، شيې شيې . دغه کلمه ډيره مهمه ده چې په چين کې په ډير وختونو کې کارول کيږی .

ګرانو اوريدونکو! اوس به مونږ يوه نوې مرکه سره واورو .

你是王教授吗?ني شي وانګ جياو شو مه ؟

ته پروفيسر وانګ يی ؟

我是王教授。وو شي وانګ جياو شو .

زه پروفيسر وانګ يم .

请进。چينګ جين .

مهربانی وکړئ ، ننه ووځئ .

请坐。چينګ زو .

مهربانی وکړئ ، کښېنۍ .

谢谢。شيې شيې .

مننه کوم .

不客气。بو که چي .

خير اوسئ .

ګرانو دوستانو ! په دغه مرکه کې ښاغلی جانګ هوی له يو سړی څخه پوښتنه وکړه چې ته پروفيسر وانګ يی ؟ په حقيقت کې هغه سړی پروفيسر وانګ دی نو هغه ځواب ورکړ چې هو، زه پروفيسر وانګ يم . نو تاسو ته معلومه شوه چې ته په چينی ژبه کې ني ويل کيږی . ني شي وانګ جياو شو مه ؟ په دغه جمله کې شي يعنی يی په چينی ژبه کې

داسی لغتونه : يم ، يو ، يئ ، يۍ ، دی او دي د فعل ورپسی دي . وانګ جيا شو يعنی پروفسير وانګ . دلته پروفسير يعنی جياو شو . جياو شو . د دغې جملې په پای کې هغه چينی لغت مه د پوښتنې نښه ده ؟ نو ته پروفيسر وانګ يی ؟ يعنی ني شي وانګ جياو شو مه ؟ ني شي وانګ جياو شو مه ؟

سمه ده . که زه پروفيسر وانګ وای نو په ځواب کې بايد ووايم چې وو شي وانګ جياو شو . تاسو پوهيږئ چې وو يعنی زه او ورپسی هغه لغت شي دلته يعنی يم . په چينی ژبه کې شي د يم ، يو ، يئ ، يۍ ، دی او دي معنی ورکوی .

ګرانو دوستانو ! اوس به يوه بله ډيره مهمه کلمه زده کړو يعنی په چينی ژبه کې مهربانی وکړئ څرنګه ويل کيږی ؟ مهربانی وکړئ يعنی چينګ ، چينګ ، چينګ . کله چې تاسو له بل سړی څخه يو خدمت غواړی نو بايد له هر څه نه مخکی چينګ ووايئ .

مهربانی وکړئ ننه ووځئ يعنی چينګ جين .

مهربانی وکړئ کښېنۍ يعنی چينګ زوو .

مهربانی وکړئ چای وڅښۍ يعنی چينګ هه چا .

تاسو زده کړل چې په چينی ژبه کې څرنګه له يو بل کس څخه خدمت غواړئ ؟

سمه ده ، بايد چينګ ووايی .

ګرانو اوريدونکو ! مونږ به دغه نوی مرکه يو ځل بيا واورو :

你是王教授吗?ني شي وانګ جياو شو مه ؟

ته پروفيسر وانګ يی ؟

我是王教授。وو شي وانګ جياو شو .

زه پروفيسر وانګ يم .

请进。چينګ جين .

مهربانی وکړئ ، ننووځئ .

请坐。چينګ زو .

مهربانی وکړئ ، کښېنۍ .

谢谢。شيې شيې .

مننه کوم .

不客气。بو که چي .

خير اوسئ .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده ، هېله لرم چې تاسو په مناسب فرصت کې د ژبې زده کولو زيات تمرينونه وکړئ . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !