<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-25 18:40:22    
د ماتو چوان په کلي کې د خلکو ژوند ښه شوی دی

cri

د چين په شمال لويديځ د ګان سو ولايت د لونګ شی ولسوالۍ د ماتو چوان کلی پخوا يو بی وزلی کلی و، خو په وروستيو کلونو کې د وګړيو ژوند د ټول کلی په کچه د اقتصادی پرمختګ د مرستندويه پيسو په أتکا سره ښه شوی او د کلی په بڼه کې يې نوی بدلون هم رامنځته شوی دی، د چين د سوداګرۍ او اقتصاد په نننی پروګرام کې به تاسو ته د ماتو کلی په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت د ګان سوو او د شينجيانګ د اويغوری قوم د خپلواکې سيمې په شمول په ١٤ وروسته پاتې ولايتونو او سيمو کې د کلی په کچه د اقتصادی پرمختګ په موخه د مرستندويه پيسو په ازمويښتی کارونو لاس پوری کړ او په دغو ولايتونو او سيمو کې يې ځينو بی وزليو کليو ته د مرستندويه پيسو په په نامه د اړوندو موسسو جوړولو لپاره مالي مرستې ور کړې دي او په همدی وخت کې وګړي هم کولی شی چې په دغو موسسو کې برخه واخلی چې ډېر شمېر کليوال وګړي مرسته لاس ته راوړی.د ماتو چوان کلی همدغه شان ازمويښتی کلی دی چې دغه موسسه پکې جوړه شوې ده.

له بی وزليو وګړيو سره د مرستې په موخه د لونګ شی ولسوالۍ د اړوند دفتر مشر جانګ جينګ زمونږ خبريال ته وويل د ٢٠٠٦ کال په پيل کې اړوندې څانګې د ماتو چوان په شمول په پنځو کليو کې دغه ډړل موسسې جوړې کړې او حکومت يې هر کلی ته يو لک او پنځوس زره يوانه ور کړی او په دغو موسسو کې يې بزګرانو د خپلو پيسو زياتوالی ته هڅولي چې له امله يې اوس د اقصادی پرمختګ او توليد صندوق

جوړ شوی دی. ښاغلی جانګ وويل د دغو موسسو د جوړولو عمده موخه دا ده چې د اقتصادی پرمختګ لپاره د بی وزليو وګړيو د پيسو د کمښت مسئلې حل او د دغو کسانو او کورنيو د دايمی پرمختګ توان لوړ شی . هغه زياته کړه  د دغو موسسو د جوړولو په بهير کې مو په عمده توګه د بزګرانو د اعتماد چلن تر نظر لاندی نيولی دی، دا به يو اوږد بهير وي چې د دغو موسسو د جوړولو له لاری ښې پايلې تر لاسه شی.

د حکومت له خوا د يو لک او پنځوس زره يوانو ور کولو پر بنسټ د ماتو چوان کليوالو په جلا جلا توګه په دغو موسسو کې د ګډون لپاره خپلې ونډې اچولې چې اندازه يې له پنځه سوه يوانو څخه دوه زره يوانو ته رسيږي.د دی ترڅنګ کليوالو وګړيو د دغو موسسو د ادارې او څارنې کميټه غوره کړې چې د ٢٠٠٧ کال په پيل کې د دغو موسسو د پيسو اندازه دری لکه يوانو ته او د غړيو شمېر يې ١٢٠ تنو ته رسيدلی دی.

په دغه کلی کې زمونږ خبريال د دغه کلی له يو بزګر وانګ يوو يوو سره مرکه کړې چې له دغې موسسې څخه پورونه تر لاسه کړي دي او په ٢٠٠٦ کال کې يې په دغه موسسه ګډون کړی دی.د دغې موسسې د يادونې په ترڅ کې د ده مېرمنې جانګ تاو هوا وويل  زما په أند د دغې موسسې د پورونو ګټه له بانک څخه د پور اخيستلو له ګټو څخه ټيټه ده او ترې تر لاسه شويو پورونو تشريفات يې ساده دی. د ٢٠٠٧ کال په پيل کې ښاغلی وانګ له دغې موسسې څخه دری زره يوانه پورونه تر لاسه کړي او د دغو پيسو په کارولو سره يې د غنمو اوړولپاره يې يو ماشين اخيستی چې له امله يې اوس عايدات لوړ شوی دی.وانګ يوو يوو وويل اوس مونږ توان لرو چې د تر لاسه شويو ګټو په کارولو سره د ژوند اړتياوړ شيان او د ماشومانو لپاره جامې واخلو.

سره ورځنی توکي او جالی اخلو او عايدات هم زيات دی.

نه يوازی د ماتو چوان کليوالو بلکی د لونګ شی ولسوالۍ د نورو څلورو کليو وګړيو هم په جلا جلا توګه په دغو موسسو کې د ګډون ونډې اجولي دي. د خبر له مخې د ٢٠٠٧ کال تر پايه پوری په دغو پنځو کليو کې د دغو موسسو د جوړولو له لاری پنځه سوه کورنيو يو مليون او دری لکه يوانه پورونه تر لاسه کړي چې د کورنيو مرغانو او ژويو په روزلو، چمتو کولو او ليږدولو کې کارول شوي او له مخې يې اوس د بزګرانو ژوند ښه شوی دی.