<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-25 19:07:15    
د چين د شينجيانګ د قومی سيمه ايزو ودانيو ساتونکی وانګ شياو دونګ

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د مرکز وروموچۍ ښار په يو ځای کې يو شمير ښکلی ودانې ولاړې دي چې د زياتو سيلانيانو او لارويانو پام وراړوی٠ دغې ودانۍ د شينجيانګ نړيوال لوی بازار دی او طراح يې د شينجيانګ مشهور ساختمانی انجنير او د شينجياګ د ساختمانی طرح کوونکي انستيټيوټ افتخاری مشر وانګ شياو دونګ دی٠

په ١٩٦٣ کال کې وانګ شياو دونګ د چين د شان سی ولايت د سی ان ښار له يو ساختمانی پوهنځی څخه فارغ شو او په خوښۍ سره يې د شينجيانګ په ساختمانی طرح کوونکی انستيټيوټ کې په کار پيل وکړ٠ ده وويل :

ٌ مونږ چې د معمارۍ يا ساختمانی علم زده کړه کوو، ځانګړی کلتوری او هنری اصول لرو٠ ان په لومړی او منځنی ښوونځيو کی مې د زده کړې په موده کی مې له انځور کښلو سره مينه درلوده ، زما په أند شينجيانګ يو ښکلی انځور دی چې ګواکی لوړ واورين غرونه يې تر اسمان لاندی ځوړند وي او پراخ چمنونه يې د شنو غاليو په شان دي ٠ نو ما ژمنه وکړه چې زه به د خپل ټول عمر لپاره په ښکلی شينجيانګ کې ژوند او کار وکړم ٠ ٌ

ځوان وانګ شياو دونګ د شينجيانګ په ساختمانی طرح کوونکی انستيټيوټ کې د کار په بهير کی تجربې راغونډولې او په فارغو وختونو کې به يې د اوروموچی ښار د واټونو او کوڅو د ودانيو انځورونه کښل ٠ د دغه ښار ودانيو،

سيمه ايز دودونو او طبيعی منظرو هغه ته د ساختمانی طرح الهام وباخښه٠ په ١٩٧٣ کال کې د اوروموچی ښار د شهيدانو د هديرې د بيا أبادۍ په بهير کې وانګ شياو دونګ له ښځينه طراحې په همکارۍ د قبرونو، د هديرې ډګر او لويې دروازې طرح کولو دندې په غاړه واخيستې او لومړی ځل يې په ازمويښتی توګه د ودانيو له طرح سره سيمه ايز ځانګړيتوب وتاړه چې دا د ده د ساختمانی طرح د نوښتونو پيل هم و ٠

په ١٩٧٩ کال کی د شينجيانګ د تورفان ولسوالی د نوی هوټل د أبادولو په هکله پلان په رسمی توګه رامنځ ته شو او د طرح دنده يې د وانګ شياو دونګ په غاړه وه ٠ ده وويل :

ٌ د تورفان ولسوالی هوټل د بهرنيو ميلمنو د هرکلی لپاره جوړ شو٠ ما د تورفان د ځانګړی کلتور او طبيعی چاپيريال سره سم داسی طرح کړی چې دغه هوټل د انګورو تر چيلې لاندی د سمڅې په بڼه جوړ شی٠ دغه هوټل له کارول کيدو وروسته د بهرنيو ميلمنو لخوا ستايل شوی٠ ٌ

د سيمه ايزو کلتورونو، منظرو او دودونو د ځانګړتيا له مخی د ودانيو طرح کولو په هکله د ښاغلی وانګ شياو دونګ افکار په عملونو کې په پر له پسی توګه پاخه شوی او له اوږدې مودې راهيسی په بېلا بېلو ساختمانی طرح کی پلی شوی چې د ودانيو طرح کولو په ساحه کی يې لوړه ستاينه ترلاسه کړې ده٠ وانګ شياو دونګ هيله لری چې د شينجيانګ ودانۍ د شينجيانګ د سيمه ايز او قومی کلتور څرګندونه وي٠

په ١٩٩٩ کال کی ښاغلی وانګ شياو دونګ چې د ١٦ کلونو لپاه يې د شينجيانګ د ساختمانی طرح کوونکی انستيټيوټ د مشر دنده په غاړه درلوده،

متقاعد شو، خو تر اوسه پوری د ودانيو طرح کولو ته دوام ورکوی٠

کله چې ښاغلی وانګ شياو دونګ خپل ساختمانی نوښتونه ياد کړل، ډير خوشحاله ړی ، په تيره بيا د اوروموچۍ ښار نړيوال لوی بازار د ده وياړنه دی٠ هغه وويل :

ٌ نړيوال لوی بازار يو شمير داسی ودانې دي چې د اوروموچی ښار د ډيرې تودې سوداګرۍ په سيمه او له قومی دودونو څخه په ډک چاپيريال کی پرتې دي٠ دغه ودانۍ بايد څرګند قومی او سيمه ايز ځانګړيتوب وښيی٠دغه راز دغه لوی بازار بايد د شاوخوا سيمې د سوداګرۍ پرمخبيولو، لا زياتو وګړيو ته د کار د فرصتونو برابرولو او د ښار د بڼې د ښکلی کولو رول ولوبوی٠ ما د دغو ودانيو په طرح کولو کی په بريالی توګه دغه موخې څرګندې کړې ٠ ٌ

د نړيوال لوی بازار سوداګرانو وويل : دغه بازار د سيمه ايز کلتور له څرګندې ځانګړتيا څخه ډک دی ، په دې بازار کی سوداګري يو نيکمرغه کار دی٠

اوس اته شپيته کلن وانګ شياو دونګ د چين لومړی درجه ساختمانی طراح دی، لږه موده مخکې د چين د انجنيری اکاډمۍ د غړي په توګه ټاکل شوی او په دغه اکاډمۍ کی د شينجيانګ څلورم غړی ګرځيدلی دی٠

ګرانو دوستانو ، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې ښاغلی وانګ شياو دونګ د چين په انجنيری اکاډمۍ کی د شينجيانګ څووم غړی دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !