<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-25 19:03:43    
د وانګ فو جينګ واټ

cri

په چينی ژبه کې (وانګ فو) يعنی د اشراف زاده ګانو کورونه او ( جينګ) د څا معنی لري. د وانګ فو جينګ واټ د بېجينګ ښار په ختيځه ښاری سيمه کې پروت دی چې په بېجينګ ښار او حتی ټول چين کې زيات شهرت لري. دغه واټ د جنوب له چانګ ان واټ څخه شمال لور د چين د انځورونو تر موزيم پور اوږد غځېدلی او اوږدوالی يې يو اعشاريه پنځه کليومتره دی. د دغه واټ شاوخوا سيمه د لياو او جين امپراتوري لړيو په موده کې يوازی يو عادی کلی و چې د يوان له لړۍ وروسته زيات وګړي په کې راغونډ شوي دي او دغه واټ د دينګ ځه په نامه يادېده. د مينګ په سلسله کې په دغه واټ کې د اشراف زاده ګانو لس کورونه جوړ شول او نوم يې هم له دې امله بدل شو. د چينګ سلسلې ته له ننوتلو وروسته د دغه واټ نوم په وانګ فو بدل شوی دی. په ١٩١٥ کال کې د هغه وخت حکومت د بېجينګ ښار د شاوخوا سيمې نقشې د جوړولو پر وخت دغه واټ په دريو برخو وويشه چې د بېلګې په توګه يې شمالی برخه د وانګ فو واټ او منځنۍ برخه يې با ميان څاو نومېده. د دغه واټ په جنوبی برخه کې يوه څا موجوده وه، نو بيا ځکه دغه واټ هم د وانګ فو جينګ په نامه ياد شو. په ١٩٠٣ کال کې په دغه اوټ کې دونګ ان بازار جوړ شو چې له هغه راهيسی د بېجينګ ښاريانو ډېر خوښيږي.

نن ورځ په دغه واټ کې د اړتيا وړ ورځني شيانو، بريښنايی سامانونو، جامو، بوټانو او خوليو، قيمتی ډبرو او د سرو او سپينو زرو ګاڼو په شمول رنګا رنګ شيان ليدل کېږي او زيات سيلانيان په کې شيان اخلي. په وروستيو کلونو کې په وانګ فو جينګ کې سوداګريزو چارو چټک پرمختګ کړی چې سيلانيان له جنوبی برخې څخه دغه واټ ته له ننوتلو وروسته ډېرې لوحې او مغازې ليدلي شي. هره ورځ له سهار څخه تر شپې پوری نژدی يو مليون تنه يا د شيانو اخيستلو يا سيلانۍ لپاره دغه مشهور واټ ته ځي. اوس په دغه واټ کې د اسيا لومړی لوی سوداګريزه ودانی، لويې مغازې او هوټلونه ليدل کېږي. دغه مشهور عصری واټ د فرانسې له مشهور واټ چانپس ايليس سره د خويندو واټونو اړيکې ټينګې کړې چې له دې امله په نړيواله ټولنه کې د وانګ فو جينګ شهرت په پر له پسی توګه ځواکمنېږي.

په ١٩٩٦ کال کې د بېجينګ ښاروالي د وانګ فو جينګ واټ په ترميمولو او بدلولو پيل کړی او تر اوسه پوری يې څه دپاسه يو مليارډ يوانه په کې لګولي دي.