<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-26 17:56:54    
د نيکمرغه بېجينګ په نامه د معيوبينو د باسکټبال د تورنمنت داوطلب جاو يی جنګ

cri

د بېجينګ په اولمپيک لوبو او د معيوبينو په اولمپيک لوبو کې به څه باندی څو لکه تنه داوطلبان او ښاری داوطلبان ډول ډول خدمتونه ترسره کړي. ډېر زياتو داوطلبانو د نيکمرغه بېجينګ په نامه د اولمپيک لوبو په يو لړ أزمويښتي سياليو کې په خدمتونو لاس پورې کړی دی. دوی د سياليو د تنظيمولو، نندارچيانو ته د خدمتونو، د امنيت ساتنې، ترانسپورت، د ژباړنې خدمت او طبي مرستو په ګډون په اتياوو ساحو کې خپل فعال رول لوبولی دی. جاو يی جنګ يو داسی داوطلب دی چې د نيکمرغه بېجينګ په نامه د معيوبينو باسکټبال د بلل شوي سيالۍ په موده کې يي خدمتونه ترسره کړيدي او دغه لوبه پر څرخ لرونکو څوکيو باندی په کيناستلو ترسره کېږي.

جاو يی جنګ د چين د خلکو پوهنتون د اطلاعاتو څانګې يو زده کوونکی دی. د نيکمرغه بېجينګ په نامه د معيوبينو باسکټبال په بلل شوی سيالی کې يی د يو داوطلب په توګه ګډون کړی دی. هغه نه يوازی لوبغاړيو ته د خدمت، بلکې له لوبغاړيو سره د خبريالانو د مرکو د سيمې د ادارې دنده هم پر غاړه واخيسته . که څه هم هغه د لومړی ځل لپاره د يو داوطلب په توګه کار کاوه، خو له دغو کارونو سره ډېره اشنا و. ځکه چې اړوندو خواوو د تېرکال له اپريل او می څخه د دغو داوطلبانو په روزنې پيل وکړ. د جاو يی جنګ په اند، په دغو سياليو کې د داوطلب په توګه ګډون کول يو ډول ښه تجربه ده. هغه وويل د روان کال کې په دغو سياليو او په بېلا

بېلو روزنو کې ګډون کول زما لپاره ډېرې مهمې پېښې وې چې ډېر مهم معلومات او تجربی مې ورڅخه تر لاسه کړی دی .

جاو يی جنګ له ماشومتوب څخه له سپورتي لوبو، په تېره بيا له اولمپيک سپورتي لوبو سره مينه لري، ځکه چې د اولمپيک لوبې په نړۍ کې د سپورتی لوبو د ډېرې لوړې سويې نښه ګڼل کېږي. هغه ډېر نېکمرغه دی چې د زده کړې لپاره له خپل ټاټوبی څخه بېجينګ ته راغلی او د داوطلب په توګه يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو ته په خدمتونو د ګډون فرصت تر لاسه کړی دی.

جاو يی جنګ په ورځني ژوند کې له معيوبينو سره ډېر تړاو نه لري. هغه په يادو شويو سياليو کې د ګډون کولو له لارې د معيوبينو په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړل. هغه د معيوبو لوبغاړيو ټينګه اداره او روحيه احساس کړه.

جاو يی جنګ د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چين ګډون کوونکو لوبغاړيو ته د خپلو هيلو د يادونې په وخت کی وويل : زه هيله لرم چې د چين لوبډله به په دغو لوبو کې په تاريخ کې ډېره ښه پايله تر لاسه کړي. د اولمپيک لوبې نه يوازی يوه سپورتي سيالۍ ده، بلکې د هېواد د عمومی توان او بڼی د ښکاره کولو فرصت هم ګڼل کېږي.

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر وويل: د داوطلبانو خدمت په اولمپيک لوبو کې مهم رول لوبوي، ځکه چې دوی د اولمپيک روحيې نښه او د دغو لوبو بنسټ ګڼل کېږي. که داوطلبان موجود نه وي، نو د اولمپيک لوبې به په عادی ډول تر سره نه شی او د اولمپيک لوبې به پرمختګ ونه مومي.