<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-26 19:18:40    
د بېجينګ د اولمپيک لوبوعمده شعار او بختورې نښې

cri

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر په اتمه نېټه پرانيستل شي. د دې لپاره چې د دغو لوبو د جوړونې نظريې په ښه توګه تبليغ او نړۍ ته د چين لرغونی او عنی کلتور وروپېژندل شي، د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې په ٢٠٠٥ کال کې د دغو لوبو عمده شعار او بختورې نښې ټاکلی .

د ٢٠٠٥ کال د جون د شپږويشتمې نېټې په شپه د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمی غړی لي چانګ چون د بېجينګ د کارګرو په سټيديوم کې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو عمده شعار خپور کړ. هغه وويل

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو شعار دی يوه نړۍ ، يوه هيله.

دغه عمده شعار څه معنی لري؟ تشکيلاتي کمېټې وويل له دې شعار نه هم د انسانانو هغه ګډه هيله څرګندېږی چې ګرده نړۍ د روغ اولمپيک روحيې تر لارښوونې لاندې ښه راتلونکی ولټوي او هم د چينايانو هغه ارزو ترې ښکاريږی چې د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره په ګډه ښه کور ولري او د تمدن له برياليتوبونو څخه ګټه واخلي. پر دې سربيره د چين په لرغونی کلتور کې تل د انسانانو او طبيعی چاپېريال او د انسانانو تر منځ د هوسا اړيکو ساتنه څرګندېږی، نو په دغه عمده شعار کې د هوسا پرمختګ، په ښه توګه ګډ ژوند او متقابلې ګټې تر لاسه کولو نظريې د چين له لرغونی کلتور سره سمون خوري.

د بېجينګ پوهنتون د اولمپيک مسئلې کارپوه جانګ يي وو وويل

دغه شعار دوه مهم ټکی لري. يوه نړۍ يعنی چين د خپلې دروازې د پرانيستلو رويه غوره کوی او غواړي له نړۍ سره اړيکی ولري. يوه هيله يعنی چين او نړۍ د سولې په شمول د انسانانو له ګډو هيلو سره مينه لري.

که څه هم دغه عمده شعار لنډ دی، خو د ډله ايزې هوښيارۍ نتيجه ده. د ٢٠٠٥ کال د جنوری په لومړی نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو تشکيلاتی کمېټې کلتوري ارګان په رسمی توګه د دغو لوبو د شعار د راغونډ کار پيل کړ. په يوه مياشت کې يې دوه سوه او لس زره شعارونه تر لاسه کړل چې د تايوان په شمول د چين له ټولو ولايتونو او خپلواکو سيمو، په بهرنيو هېوادونو کې له چينايانو او بهرنيو دوستانو څخه راغلي وه.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو عمده شعار د وګړيو په زړو کې د ځای نيولو په وخت کې د ٢٠٠٥ کال د نومبر په يوولسمه نېټه يعنی د دغو لوبو له پرانيستلو څخه زر ورځې مخکې، د دغو لوبو بختورې نښې هم ور سره خپرې شوې. دوی د بې بې ، جينګ جينګ، هوان هوان، ينګ ينګ او ني ني په نامه پنځه نانځکې دي چې په جلا جلا توګه د کب، پانډا، اولمپيک ډيوه، تبتی هوسۍ او توتکۍ بڼې لري. دغه پنځه بڼې له سمندر، ځنګل، اور، ځمکی او اسمان سره اړيکی لري او د بشري او طبيعی چاپېريال سره د هوسا اړيکو نښې دي او د بېجينګ د شنه اولمپيک لوبې له نظر سره سمون خوري. پر دې سربيره د دغو نانځکو په شکلونو کې د چينی کلتور ډېر عوامل شامل دي.

د پاملرنې وړ خبر دا ده چې د فو وا په نامه د دغو پنځو نانځکو نومونو په يو ځای کولو سره

بېجينګ هوان ينګ ني يعنی بېجينګ ستاسو هر کلی کوي مفهوم هم تر لاسه کېدای شي. د اولمپيک د نړيوالې سپورتي کمېټې د بېجينګ اولمپيک لوبو د همغږۍ ارګان مرستيال ګاوپس د دغو پنځو نښو لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل

د فو وا په نامه د بېجينګ د اولمپيک لوبو بختورې نښې د پنځو دوستو ماشومانو په بڼو جوړې شوی دی . دوی د پنځو ګټو په شان يو له بل سره تړي او د اولمپيک د پنځو ګړيو په شان دي. له دوی څخه د انسانانو او طبيعی چاپېريال تر منځ ګډ ژوند او ډک نوښت ښکاريږی، نو د اولمپيک لوبې بايد له بېجينګ څخه مننه وکړي.

پوښتنې:

لومړی، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو عمده شعار څه دی؟

دوهم، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بختورو نښو نومونه څه دي؟