د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي د فبروری په شپږويشتمه نېټه وويل د افغانستان د پوليسو يو موتړ په همدې ورځ د خوست په ولايت کې د سړک غاړې له بمی بريد سره مخامخ شو چې له امله يې په موتړ کې ناست ټول پنځه تنه وژل شوي دي.
دغه چارواکي د دغې پېښی پړه پر طالبانو واچوله، خو طالبانو تر اوسه پوری د دغې پېښې په اړه هېڅ ندي ويلي.