<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-26 21:34:34    
د چين د هه نان ولايت په کليوالو سيمو کې کلتوری أبادی پياوړی شوې ده

cri

د چين د هه نان ولايت په وروستيو کلونو کې په پر له پسی توګه په کليوالو سيمو کې د کلتوری أبادۍ لپاره ډېر کوششونه کړي چې له مخې يې په دغو سيمو کې د کلتوري أبادۍ ښه حالت رامنځته شوی او کلتوری فعاليتونه سمسور شوي دي.

په وروستيو کلونو کې د حکومت په ملاتړ سره د هه نان ولايت د سون ځوان کلی وګړيو د زمری په شکل د نڅا يوه ډله جوړه کړې او د کتابتون، پينګ پانګ لوبو ځای او د کتابونو کتلو ځای په شمول کلتوری تاسيسات يې جوړ کړي او په همدی وخت کې يې د بروډبانډکرښه تړلې چې له امله يې زيات ځوانانو د انټرنټ له لاری زده کړې کړې ده. د دغه کلی بزګر دينګ جيان سه د دغو بدلونونو د يادونې په ترڅ کې وويل خلک ددغو فعاليتونو له لاری په ښه فضا کې ژوند کوي. د قمارلوبې او جګړې کولو په شمول حالات موجود نه دي.

د دغه کلی بدلون يوازی د هه نان ولايت په کليوالو سيمو کې د کلتوری أبادۍ يوه بڼه ده.د دغه ولايت د کلتور ادارې د ټولنيز کلتور څانګې مشر جيان وويل په تېره اوږده موده کې د چټک اقتصاد او د ژوند سويې د لوړوالی په پرتله د دغه ولايت په کليوالو سيمو کې کلتوری پرمختګ بيا هم کمزوری دی .نو په وروستيو کلونو کې په دغو سيمو کې د کلتوری أبادۍ لپاره ډېر کارونه تر سره شوي دي.

د هه نان ولايت د کرنې په برخه کې يو لوی ولايت دی او نفوس يی هم ډېر زيات دی چې د بزګرانو نفوس د دغه ولايت د عمومی نفوسو په سلو کې اويا برخه نيسي، نو د کليوالو سيمو کلتوری أبادی تل د هه نان ولايت د کلتوری أبادۍ

مهم ټکی دی.

په تېرو څو کلونو کې له زياتو کوششونو وروسته د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ او د فعاليتونو په بڼو کې د اختراعاتو په شمول په کليوالو سيمو کې د عام کلتور سيستم تر يوې اندازې پوری لوړ شوی دی.

د معلوماتو له مخې د هه نان حکومت په دغو سيمو کې د کلتوری أبادۍ ملاتړ کړی او هر کال يی د کلتوری ځايونو او کتابتونونو د أبادۍ لپاره لس مليون يوانه لګولی دی چې د کليوالو کلتور لپاره يې ضمانت برابر کړی او خدمتی سيستم يی پياوړی کړی دی.

په همدی وخت کې دغه ولايت د کلتور په اړه هم يو لړ مهم پلانونه پيل کړي او د ځينو اغيزه ناکو پلانونو له لاری يې په کليوالو سيمو کې کلتور ته پرمختګ ور کړی دی.د دی ترڅنګ دوی د ولسی هنر سرچينې پيدا کړې او په کلتوری فعاليتونو کې يې د بزګرانو ګډون هڅولی دی چې له مخې يې په کلتوری أبادۍ کې د بزګرانو ابتکار لوړ شوی دی.اوس د هه نان په زياتو کليوالو سيمو کې ډېر زيات کلتوری فعاليتونه د بزګرانو له خوا تر سره کيږي.ښاغلی جيان هوی په راتلونکی کې د کلتوری پرمختګ پلان د يادونې په ترڅ کې وويل له نن څخه به دغه ولايت په کليوالو سيمو کې د کلتور په اړه د بنسټيزو تاسيساتو أبادي پياوړې کړي.