<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-27 19:31:05    
د چين د تاجيک قوم

cri

د چين د تاجيکی قوم نفوس څه دپاسه دری ديرش زره تنه دی او د شمال لويديځ چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د تاشقرغان په ولسوالۍ کښی اوسيږی٠

د ميلادی اوولسمې پيړۍ له پايه نه تر نولسمې پيړۍ پوری ځينی هغه تاجيکان چه اصلأ د پامير په لويديځه او جنوبی برخو کښی اوسيدل، په تدريجی توګه د چين د شينجيانګ د تاشقرغان ناحيې ته مهاجر شول او په دی ډول په چين کښی د تاجيک قوم اباد شو٠ تاجيکان فارسی ژبه وايی، خو د چين اکثر تاجيکان په ويغوری او قرقزی ژبو هم خبری کوی٠ د تاجيکی قوم کلتور او هنر رنګارنګه او په زړه پوری دی، په دی جمله کښی اشعار عمومأ د فوکلوری ادب بڼه لری چه د ٌ نر ګربت ٌ ، ٌ سپين عقاب ٌ او ٌ هوښياره ډبره ٌ په نامه شعرونه يی ډير شهرت لری٠ دغه شعرونه د پخوانی ارتجاعی تسلط له تورو تاريکيو څخه د تاجيکانو نارضايت او د يوه نکمرغ سباون لپاره د دوی د اميدونو څرګندونه کوی٠ د تاجيک قوم اکثری افسانې، کيسې او روايات عشقی او رومانتيک رنګ لری٠ د تاجيکانو عمده موسيقی الات رباب ، بالانزکوم او هغه نی دی چه د ګربت له هډوکو څخه جوړيږی٠ تاجيکان په ډير شوق سره په ډله ايزه توګه دايروی نڅا کوی٠ تاجيکی ښځې د مصنوعاتو د اودلو او د ګلدوزی کولو ډير ښه مهارت لری٠

د چين تاجيکان عمومأ په کرنې او مالدارۍ بوخت دی او عمده خوراکونه يی کوچی، مستې، د شيدو چای، غوښی، شيربرنج او چارمغز چای دی٠

د چين تاجيکان ډير ميلمه پالونکی خلک دی، هر څوک چه د شپې د تيرولو دپاره استوګنځی لټوی، که اشنايی وی او که نه، تاجيکان په تودو احساساتو سره د دوی پذيرايی کوی ٠

پخوا د تاجيکی قوم اقتصاد وروسته پاتی و، د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته په ١٩٥٣ کال کښی د تاشقرغان د تاجيکی قوم خودمختاره ولسوالی تاسيسه شوه او په ١٩٥٨ کال کښی د کاشغر او تاشقرغان ترمنځ عمومی سړک پرانيستل شو٠ وروسته له هغه د تاجيکانو په اوسيدونکو ناحيو کښی يو شمير کوچينی فابريکې هم جوړې شوې٠ په تيره بيا خارج ته د هنجراپ درې د دروازې خلاصيدو د تاشقرغان اقتصاد او ټولنې انکشاف ته نوی حياتی قوت رسولی چه په نتيجه کښی د چين د تاجيکانو ژوند ډير ښه شويدی٠

د چين تاجيکان پر مبارک دين اسلام باندی ايمان لری او د نورو مسلماناو په شان د لوی او کوچنی او نورو مذهبی ورځو مراسم په ډيره خوښۍ او د ازادۍ په فضا کښی ترسره کوی٠