<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-27 20:39:57    
د مکاو بېلا بېلو ټولنو غوښتنه وکړه چې پر ماشومانو او ځوانانو د انترنيټ منفی اغېزو ته بايد پاملرنه وشي

cri

په وروستيو ورځو کې د هانکانګ د ځينو هنرمندانو ناوړه عسکونه پر انترنېټ خپاره شوي او د مکاو په ځانګړې اداری سيمه کې يې د زياتو وګړيو پاملرنه راجلب کړې ده. د مکاو بېلا بېلو ټولنو په جلا جلا توګه دې ته اشاره کړې چې دغه ناوړه عسکونه به پر ماشومانو او ځوانانو زياته منفی اغېزه وکړي، نو ټولنه، ښوونځي او کورنۍ بايد لاسونه سره يو کړي او په انترنېټ شبکه کې يو همغږی او سالم چاپېريال برابر کړي.

د يوې تازه شمېرنې له مخې، په مکاو کې چې نفوس يې پنځه لکه تنو ته رسېدلی، د انترنيټ کاروونکيو شمېر په کې له دری لکه تنو څخه اوښتی دی. دغه شمېر د نفوس په سلو کې څلور شپېته برخه نيسي او په نړۍ کې پرمختللی سويې ته رسېدلی دی.

د مکاو د ماشومانو او ځونانو ټولنې مرستياله چين شيو چای په دې نظر ې ده د هانکانګ او مکاو حکومتونه بايد ماشومانو او ځوانانو ته د اخلاقو او قانون په اړه ښوونه پياوړې کړي او بېلا بېلې ټولنې بايد پر ماشومانو او ځوانانو د ناوړه عکسونو د اغېزې مخنيوي لپاره غوره تدبيرونه ونيسي. دغه راز د مکاو د

ځوانانو ټولنې د زياتو ښوونکيو، زده کوونکيو او پلرونو او ميندو په راغونډولو سره په انترنيټ شبکه کې د اخلاقو په اړه يوه مباحثوی غونډه تر سره کړه او له خبري رسنيو څخه يې غوښتنه وکړه چې د غوره انسانانو او پېښو په اړه زيات خبرونه خپاره کړي او د ماشومانو او ځوانانو د ښې روزنې لپاره ګډ کوښښ وکړي.

د مکاو يو مشهور پروفيسر سو ون شين وويل چې اوس په مکاو کې د انترنيټ شبکې په اړه هېڅ ځانګړی قانون نه شته، خو که څوک د انترنيټ له لارې ناوړه معلومات خپاره کړي، نو بايد سزا ورکړل شي. حکومت بايد په دې اړه يو قانونی بحث تر سره کړي.

د مکاو د ځانګړې اداري سيمې حکومت د قانونی چارو ادارې مشر جانګ يونګ چون وويل اړوندې څانګې بايد د بېلا بېلو ټولنو وړانديزونه ومني او ژر تر ژره د اړوندو قوانينو جوړولو په اړه بحث وکړي.