<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-27 20:55:16    
د چين ددولت په کچه علمي جايزه اخيستونکی وو جن يې

cri

ښاغلي وو جن يې چې په علمي ټولنه کې د نبات پيژندنې د کمپيوتر په نامه يادېږي ، د نيمې پيړۍ په موده کې د نبات پيژندنې په هکله يو هميشنی اثر تاليف کړی دی چې له امله يې پروسږ کال د دولت په کچه علمي جايزه واخيسته .

ښاغلی وو جن يې چې سږ کال دوه نوي کلن سپين ږېری دی، د هيواد د نبات پيژندنې په چارو کې يې اويا کاله خدمتونه ترسره کړي دي . په تير بيا د پنځه څلويښتو کلونو د کوششونو له برکته يې نبات ليک يعنی د چيني نباتاتو د پيژندنې قاموس تاليف کړې دی چې د نړيوالو لخوا منل او ستايل شوی دی .ده وويل په دغه قاموس کې د چين ټول نباتات د ټاکلي سيستم لمخې ترتيب شوي دي . د بېلګې په توګه د وحشي او روزل شويو شولو ترمنځ توپيرونه څه دي او کوم تړاو سره لری ؟ نبات ليک د نباتاتو ارشيف دی او د چين نبات ليک په نړۍ کې تر ټولو لوی داسې نبات ليک دی . د دغه نبات ليک د تاليف کار په نولس سوه نهه پنځوسم کال کې پيل شو او په دوه زره او پنځم کال کې له چاپه راووت چې ټولټال د پنځوسو مليونو چيني هيروګليفونو په شمول يو سل او شپږويشت جلده دي او پکې ديرش زره ډوله چيني نباتات پيژندل شويدي. همدغه نبات ليک په راتلونکي وخت کې د ډول ډول نباتاتو او چاپيريال د ساتلو او له نباتاتو څخه د علمي استفادې په ساحه کې ډير بنسټيز او ارزښتناک اساس برابرولی شی.

ښاغلي وو په نولس سوه او اوه اتيايم کال کې د چين د نبات ليک مسئول چلوونکي په توګه وټاکل شو او په دې موده کې يې د نوموړي نبات ليک اتيا جلده تاليف کړيدي.

ښاغلي وو د کوچنيتوب په وخت کې له نباتاتو سره ډيره مينه درلوده او له چينګ هوا پوهنتون څخه له فراغت وروسته يې د هيواد په جنوب د يون نان ولايت په يو پوهنتون کې د يو ښوونکي په توګه دنده په غاړه درلوده ځکه چې يون نان ولايت د چين له نورو ولايتونو څخه دا ښيګڼې لری چې د نباتاتو ډولونه يې د هيواد له نيمې برخې څخه زيات دي . ښاغلي وو د لسو کلونو په موده کې ديرش زره کارتونه ليکلي چې دغه کارتونه د چين د نبات ليک د تاليف لپاره ارزښتناک معلومات ګرځېدلي دي . د چين د علومو اکاډمۍ د کون مينګ د نبات پيژندنې انستيتوت پروفيسر وو سو ګونګ چې د اوږدې مودې لپاره د ښاغلي وو مرستيال و ، خبريال ته وويل ښاغلي وو له هرې شيبې څخه په استفادې سره مطالعه کولی شی زما په اند دغه روحيه دده د برياليتوب عمده لامل دی.

په نولس سوه او شپږ اويايم کال کې چې ښاغلي وو شپيته کلن و ، دوه واره د علمې څيړې لپاره د تبت لوړې او شپږ کاله وروسته د شينجيانګ صحرايی سيمو ته تللی و ، دغه راز په نولس سوه او شپږ اتيايم کال کې يې لاهم صحرايی څيړنې ترسره کړي او حتی په نولس سوه او اوه نويم کال کې يې د يو اتيا کالو په عمر هم تايوان ته څيړنيز سفر وکړ او تر هغه وروسته يې خپله صحرايی څيړنه پای ته ورسوله .

له اوږدې مودې راهيسې ښاغلي وو داسی يو غوره عادت ساتلی دی چې د کار په وخت کې يادښتونه ليکي . دده مرستيال ليو چون څاو وويل دی شپږاتيا کتابچې لری چې د تيرې پيړۍ له پنځمې لسيزې څخه تر نهمې لسيزي پورې د صحرايي څيړنو په بهير کې ليکل شويدي.

د نړيوالو باوري معلوماتو له مخې تر دوه زره او پنځم کال پورې يو زر اوه سوه او

اته پنځوس نباتات د ښاغلي وو لخوا نومول يا د نومولو په کارکې برخه اخيستل شوېده

د چين له نبات ليک څخه پرته ښاغلي وو ډير زيات علمي اثار هم ليکلي دي .دده لخوا وړاندی شوې هغه نظريه د نړيوالو نباتاتو د ويشلو سيستم لپاره دا ستر خدمت دی چې د ختيځې اسيا نباتي سيمه يوه خپلواکه سيمه ده . د چين د نبات ليک له چاپولو پرته د ښاغلي وو يو بل سترخدمت دا دی چې د وحشي نباتاتو د تخمونو ساتلو مرکز يې جوړ کړی دی چې تر اوسه پورې درې زره ډولونه تخمونه پکې راغونډ شوي او ساتل شويدي. دغه مرکز له امريکا او بريتانيا څخه وروسته د نړۍ دريم لوي مرکز دی چې نه يوازی د چين د کرنې ، ځنګلدارۍ ، درمل جوړونې چارو لپاره نباتي تخمونه برابرولی ، بلکې د نباتاتو ډولونو د ساتلو لپاره هم مهم رول لوبولی شی.