د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان خبري رسنيو د فبرورۍ په اوه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په پارلماني ټولټاکنو کې د خلکو ،مسلم ليګ ګوند نواز شريف ډلی او د عوامی نشنل درې واړه ګوندونو يو سل او يو اويا بريالي شوي غړي په همدې ورځ په اسلام أباد کې د يوې غونډې په تر سره کولو سره د هغو قاضيانو د دندو بيا اعاده کيدو په هکله د نظريو يووالي ته ورسيدل چې د تېر کال د نومبر په درېيمه نېټه د بيړنې حالت په وخت کې دندې ځنډول شوې وې.
د خبر له مخې: دوی په غونډه کې د نوي حکومت جوړولو په هکله بحث وکړ، خو د ګډي کابيني جوړولو په هکله يې معلومات ته دي ورکړي.