<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-28 17:10:26    
غاب وهل او په شمع لاس تېرول

cri

وايی چې يو ړوند سړی په دې پوه نه و چې لمر څرنګه شی . يو ملګري ور ته وويل لمر د مسي غاب په شان ګردي شکل لري. دغه ملګری چې خبرې يې وکړې، غاب يې وواهه. څو ورځې تېری شوې، ناڅاپه له ليري نه د زنګ وهلو غږ د ړانده لړي تر غوږه شو، نو هغه په ډاډه اواز وويل لمر راختلی دی، لمر اختلی دی. يوه بل سړي ور ته وويل چې غلط يې، دا د زنګ غږ دی، لمر روښانه دی او حتی د شمع نه هم زياته رڼا لري. له خبرو وروسته يې ړانده ته شمع ورکړ او و يې ويل چې په شمع لاس تېر کړي. ړانده خپل سر کښته پورته ړ ښايی چې دا وار په پوره توګه پوهېدلی وای. نورې څو ورځې بيا تېری شوې، دغه ړانده سړي تصادفا په يوې شپيلې لاس تېر کړ، نو چيغی ناری يې ووهلی چې اه، دا لمر دی. نورو څو څو ځله د لمر شکل ړانده ته وويله، خو ړوند هېڅ پوه نه و. له دې قصې نه يو متل جوړ شو چې وايی غاب وهل او په شمع لاس تېرول. دا ښيی چې څوک له يو اړخ نه څيزونه نه شی پوره پېژندلی.

د دروازې په مخ کې يې چوغکی نيولی شي.

په پخوانۍ زمانه کې وه عالی رتبه مامورين وو. هره ورځ زيات شمېر مېلمانه د دوی کورونو ته تلل او بانډار يې جوړاوه، خو لږه موده وروسته پر دوی باندی د تور تهمت لګولو له امله يې دندې له لاسه ور کړې او دوی واړه خواران شول. بيا نو هغه مېلمانه چې پخوا د دوی کورونو ته زيات تلل خپل رابطه يې قطع کړه. د تاريخ په نامه کتاب کې د دوی د حال احوالو د توضيع نه وروسته داسی ليکل شوي دي چې دوی دواړو د زای نومي سړي په شان سرنوشت درلود. کله چې زای په لوړه څوکۍ ناست و، نو مېلمانه يې ډېر زيات وو. خو کله چې معذور شو، نو مېلمانه يې هم تيت و پرک شول، حتی د دروازې په مخ کې يې چوغکی نيول کېدای. دا وضعه په پخوانۍ زمانه کې د مامورينو په دايره کې د دوی د اړيکيو نښه وه. نو دغه متل چې وايی د دروازې په مخ کې يې چوغکی نيولی شي، د مېلمنو د کموالي مفهوم لري.