<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-28 19:08:47    
د چين وروستی امپراطور

cri

پو يی د جاپانی امپرياليستانو تر ملاتړ لاندی په ١٩٣٤ کال کې په شمال ختيځ چين کې يو ګوډاګی رژيم جوړ کړ٠ وروسته تر هغه چې جاپانی امپرياليزم په ١٩٤٥ کال کې تسليم شو، پو يی جاپان ته د تېښتی په لار کې د پخوانی شوروی اتحاد د سرتيری له خوا ونيول شو او په ١٩٥٠ کال کې د چين حکومت ته وسپارل شو او د جنګی مجرمينو په کمپ کې د نهو کالو تر تيرولو وروسته د چين د حکومت د ځانګړی محکمی له خوا خوشی شو، ورپسی پو يی د بېجينګ د نباتاتو په باغ او د تاريخی مدارکو د تاليف په کميټه کې کار کاوه او په ١٩٦٤ کال کې د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د غړی په توګه وټاکل شو او په ١٩٦٧ کال کې په بېجينګ کې وفات شو٠

اوس به د چين د هغه امپراطور په اړه يو لړ معلومات درکړو چې د سلطنت دوره يې تر ټولو اوږده وه٠ دغه امپراطور چې شيون يی نوميده او سلطنتی لقب يی کان سی و، چينايان ور ته امپراطور کان سی وايی٠ هغه له ١٦٦٢ کال څخه تر ١٧٢٢ کال پوری د يو شپيتو کالو لپاره په سلطنتی تخت باندی ناست ؤ او په دغه موده کې يې يو لړ بيلتون غوښتونکی خوځښتونه أرام کړل ، په شمال ختيځ چين باندی يې د روسيی سرتيريو د تيری مخه ونيوله او له روسيی سره يې د ختيځو سرحداتو د ټاکلو په اړه تړون لاسليک کړ٠ دغه راز هغه د شينجانګ او تبت د کم شمېر جلا غوښتونکو عناصرو شورشونه ساړه کړل او د هېواد وحدت يې ټينګ کړ٠ پر سيره پر دی امپراطور کان سی زراعتی پرمختګ ته خاصه پاملرنه وکړه، د ژيړ سيند د تنظيم لپاره يې زياتی پيسی ولګولی او د چينی ژبی لوی قاموس ، د اشعارو ديوانونه او نور تاريخی کتابونه يې تاليف کړل او د چين د لرغونو فرهنګی ميراثونو د ساتلو لپاره يې ستر خدمتونه سر ته ورسول٠ بر سيره پر دی دده له حکم سره سم په ١٧١٦ کال کې د هېواد د ځمکو د جريب کشۍوروسته د ټول چين جغرافيايی نقشه طرح شوه چې هغه وخت يې په نړۍ کې ساری نه درلود د يادونی وړ خبره دا ده چې امپراطور کان سی هم د نورو فيوډالی امپراطورانو په شان په بيرحمانه توګه دوڼ أندی او حکومتی ضد عناصر وځپل٠

امپراطور کان سی ته د چين په تاريخ کې اوږد عمری امپراطور ويل کېږي، خو يو لنډ عمری امپراطور د جين سلسلی وروستی امپراطور و چې وان يان چنګ لين نوميده ٠ په ١٢٣٣ کال کې د جين سلسله د تباهۍ په حال کې وه، وان يان چنګ لين چې په هغه وخت کې يې د مارشال دنده درلوده، د مجبوريت له مخې په ١٢٣٤ کال کې د خپل پلار په ځای د سلطنت مقام ونيوه، خو د چين د نورو قومونو د ګډ بريد له امله يې پلار ځان وواژه او وان يان چنګ لين هم په سلطنتی تخت باندی د کيښناستلو نه څه کم څليرويشت ساعت وروسته د جګړی په ترڅ کې مړ شو٠ نو د چين په تاريخ کې ورته ډېر لنډ عمری امپراطور ويل کېږي٠