<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-29 17:34:11    
دافغان صنعتګرو ښځو استازې په چين کې :

cri

درنو اورېدونکیو ښې چارې،خوشحال تایب یم او د بهرنیان په چین کې پروګرام اورېدو مو په سلامونو رابولم،هیله ده چې تاسو ټول له خوښیو څخه د ډک ژوند درلودونکی واوسئ،او ورځینو ستونزو او ناخوالو ته مو بشپړه ماتې ورکړې وي،په همدې هیله به نننی پروګرام هم درته وړاندې کړم،خوږو اورېدونکیو نن به د یوې لوړ همت لورنکې افغان مېرمنې مرکه تاسو ته وړاندې کړم،چې د ژوند ستونزو ته په ماتې ورکولو سره په دې توانېدلې څو د خپلې کورنۍ د نورو غړو ترڅنګ کار وکړي،او هغه د چا خبر یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کړي،دغه مېرمن نظیفه نومیږی چې هوفیانی تخلص کوي،نظیفه هوفیاني د افغانستان د پروان ولایت د ښځو د یوې ټولنې په استازیتوب دلته چین ته راغلې وه،موږ هم ورسره یوه مرکه کړې چې تاسو درنو اورېدونکیو ته به یې وړاندې کړم،دا چې نظیفه هوفیانی په کومو چارو بوخته ده او د نوموړي شرکت کارکوونکي کوم راز خلک دي پخپله له دې څخه به یې واورو:

زموږ ټولنه یا تصدي څلور برخې لري،چې د کرنې،مالدارۍ،جامو ګنډلو او غالیو برخې پکې شاملې دي،زما د تصدۍ ټول کارکوونکي او همکاران ښځې دي،په تېره بیا هغه مېرمنې چې کونډې وي او یا هم د کورنۍ سرپرست ونلري.دلته په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه ترسره کوي .

اوس مهال تر بل هر وخت څخه د چین او افغانستان سوداګریزې اړیکې ډېرې تودې شوي،او هر ورځ په لسګونو افغان سوداګران چین ته راځي،څو د خپلې اړتیا وړ توکي وپیري،او بیا یې افغانستان ته ولیږدوي،او همدا شان چینایانو هم تر ډېره په افغانستان کې خپلو سوداګرزو چارو ته پراخیتا او پرمختیا ورکړې ده .

د آغلې هوفیاني په آند د چین او افغانستان تر منځ سوداګري یوه ډېره ښه راتلونکې لري،او د هغې په وینا باید دې برخې ته پوره پاملرنه وشي،ځکه افغاني توکي هم په چین کې ښه راتلونکې لري:

زه فکر کوم چې په راتلونکې کې به د افغانستان بازار په چین کې ښه شي،د دواړو خواو تر منځ اړیکې پر بازار ،سوداګرۍ بازار موندنې او مارکیټینګ کې خپل ځانګړی رول لري.او ښه راتلونکې به ولري .

د افغانستان په شان یوه ټولنه کې ښځو ته له کور څخه بهر د کار کولو دومره پراخې زمینې ندي برابرې،او ښځې د بېلابېلو لاملونو له کبله نشي کولای له کور څخه بهر کار وکړي،ددې تر څنګ په زیاتره برخو کې د کورنیو غړي هم نه غواړي چې ښځې یې له کور څخه بهر کار وکړي،خو بیا مېرمن نظیفه هوفیاني وايي چې ددې کورنۍ او په تېره بیا خاوند یې ددې په سوداګریزو چارو کې دا هڅوي او مرسته ورسره کوي :  

د سوداګرۍ په برخه کې زما خاوند له ما سره همکاري کوي،همدا شان کورنۍ مو هم په دې هکله ښې اړیکې راسره ساتلي دي،او زما د سوداګرۍ او کار او ژوند کوم مخنیوی نه کوي،زه اوس مهال چین ته د افغانستان د زیاتره ښځو په استازیتوب راغلې یم،ریښتیا هم په افغانستان کې ښځو ته ډېره ګرانه او سخته خبر ده چې په یواځې توګه له خپل کور څخه ووځي او بل هېواد ته د سوداګرې له پاره ولاړه شي .

درنو اورېدونکیو تاسو به ځینې وخت لیدلي یا هم اورېدلي وي کله چې یو څوک په خپل کار او ژوند کې له لږ څه ستونزو سره مخامخ شي نو ډېر ژر خپله لار بدلوي،او لدې څخه وېره لري چې ښایي په راتلونکې کې بیا هم له ځینو ستونزو سره مخامخ شي،خو میرمن نظیفه بیا هسې نده ،هغې په پوره ډاډ سره وویل چې د خپل کار او ژوند یوې ښې راتلونکې ته سترګې په لار ده ،هغه زیاتوي :  

زه یو ښه احساس لرم او خپله راتلونکې ښه انګیرم،په تېره بیا چین ته په راتګ په نندارتون کې په ګډون سره به زما سوداګري ښه شي،او ترڅنګ یې زموږ واردات او صادرات هم ښه پرمختګ ومومي .

د مېرمن نظیفې اولادونه لا کوچني دي،او په خندا سره وایي که وکولای شي نو خپلو بچیانو ته به هم د سواګرۍ لارې چارې وروښیي .

مېرمن نظیفه هوفیاني وايي په هغه لنډه موده کې چین ته راغلې نو ډېر یې خوښ شوی،او غواړي چې بیا بیا دې ښکلي هېواد ته راشي،خو یواځنی ستونزه یې په چیني ژبه نه پوهېدل دي :

چین ډېر ښه او په زړه پورې هېواد دی،زړه مې غواړي چې د سیلانۍ لپاره راشم او ټول چین وګورم،خو زما یواځنی ستونزه داده چې زه په چیني ژبه هیڅ خبرې نشم کولای،او نشم کولای چې له چینایانو سره له نږدې د زړه خواله وکړم .او غواړم چې دا هیله مې ژر پوره شي .

درنو او قدرمنو اورېدونکیو ثه تلو تلو کې د بهرنیان په چین کې د پروګرام وخت هم پای ته ورسېد،نو زه به هم در څخه رخصت شم،د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم،ښاد او آباد اوسئ .