<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-29 18:10:55    
په مکيسکو سيتی کې د چين د پسرلني اختر لمانځنه

cri

د دوه زره او اتم کال د چين د پسرلني اختر د لمانځلو لپاره د هغو موټرونو مارش چې په رنګا رنګ ګلونو او رنګونو ښکلی شوي و، د فبروری په شپاړلسمه نېټه د مکيسکو په پلازمينه مکيسکو سيتی کې تر سره شو. دا لومړی ځل و چې په دغه ښار کې چيني اوسېدونکو له ځايي وګړيو سره يوځای په دغه شان لوی فعاليت کې ګډون وکړ. د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو ته د ځايي وګړيو نيکې هيلې هم له دغه فعاليت څخه څرګندې شوي دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فعاليت په اړه څه معلومات درکړم.

--- ګرانو اورېدونکو، همداوس مو يوه سندره واورېده چې د مکيسکو يوې اته کلنې سندره غاړې له خوا ويل شوی وه. د دې په شان لس زرو مکيسکويانو او نړيوالو دوستانو په خوشحالۍ سره په دغه فعاليت کې ګډون کړی و. يو شمېر يې د چيني کونګفو ننداره کوله، يو شمېر يې چيني سندرې ويلې، ځينو يې چيني لاسی شيان پلورل او زياترو يې په تودو احساساتو سره نندارې کتلې او چک چکی يې کولې.

په همدی ورځ د هغوپنځلسو موټرونو مارش چې په ډول ډول مجسمو ښکلي شوي او يو ويشت هنري ډلې د مکسيکو سيتي په مرکزي واټ روانې وې او زيات شمير ښاريان يې ورجلب کړي و هم ليدل کيدل . په دغو موټرونو باندي د لوی ديوال، د اولمپيک سپورټي لوبو د نيکمرغۍ نښې فووا،د يوې افسانوي قصې له مخې سپوږمۍ ته د پيغلې چانګ ئه د الوتنې مجسمه او نور شيان تر سترګو کيدل . د تايلند او اندونيزيا په ګډون يو شمېر أسيايي

هېوادونو، په جاپان او کوريا جمهوريت کې د چيني اوسېدونکو ټولنو هم په دغه فعالت کې ګډون کړی و. د دوی له خوا د تايلند د يو ډول ځانګړې لوبې او تکواندو په ګډون يو لړ پروګرامونو د نندارچيانو تودې چک چکې حاصل کړې وې.

په همدی ورځ په مکيسکو سيتي کې وګړيو نه يوازی د چين د دغه دوديز اختر د لمانځنې فضا احساس کړه، بلکې په چين کې يې د رارسېدونکو اولمپيک سپورټي لوبو په اړه هم خپلې نيکې هيلې څرګندې کړې. د مکيسکو ښاروال مرسيکو ابراد د دغه په زړه پوري فعاليت لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل:

دا لومړی ځل دی چې په مکيسکو سيتي کې دغه له خوښيو څخه ډک فعاليت جوړ شوی چې درې لاملونه لري : لومړی دا چې زما په أند د چيني اوسېدونکو سيمه په دغه ښار کې خپل مهم ځای نيسي. دوهم، په مکيسکو کې د چين سفارت ډېرې هڅې کړي دي چې د چينايانو دوديز کلتور زياتو مکسيکيانو ته وروپيژني. دريم دا چې هيله لرو په راتلونکي کې له چين سره لا نورې اړيکې ټينګې شي او د هنر او کلتور په ساحو کې دوه اړخيزې همکاری او د نظريو تبادله پياوړي شي. دوه زره او اتم کال د چين او مکيسکو لپاره يو ډېر ښه کال دی. زه باور لرم چې چين به په بريالۍ توګه د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبې تر سره کړي. هيله من يم چې چين به په روان کال کې لا زيات برياليتوبونه وګټي.

چين او مکيسکو دواړو هېوادونو له دغه فعاليت څخه ډېر ملاتړ کړی او د چيني اوسېدونکو ډېرو سازمانونو او ټولنو د دغه فعاليت د برياليتوب لپاره زياتې هڅې کړي دي. په مکيسکو کې د چيني کلتور پوهنځی مشرې مېرمن لي مې هونګ وويل

اوس په مکيسکو سيتي کې د چيني اوسېدونکو شمېر کال په کال زياتېږي او ډېر ځايي وګړي زمونږ کلتور ډېر خوښوي. نو مونږ هيله لرو چې د ښکليو موټرونو د مارش يو فعاليت جوړ کړو او

ځايي وګړي زمونږ سره يو ځای د چينايانودغه دوديز اختر له نژدې وګوري. له دغه فعاليت څخه څرګنده شوې چې په نورو هيوادونوکې اوسيدونکي چينايان پوره يووالی لوبي.

د چيني ودانۍ د بشپړېدو مراسم هم په همدی ورځ د دغه ښار په چيني واټ کې هم تر سره شول او د دغې ودانۍ د بشپړولو لپاره هنري ننداره چې پنځه ساعته يې دوام درلود ، د چين د دوديزو لاسي شيانو او خوراکونو نندارتونونه د چيني دوديز کلتور د ځانګړتياوو څرګندوی دی . په مکيسکو کې د چين لوی سفير ين هنګ مين وويل

دغو يو لړ لويو فعاليتونو جوړولو موخه د چين د کلتورونو او دودونو څرګندول، په مکيسکو کې د چيني کلتور د اغېزو پراخول او د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د دوستۍ پياوړي کول دي.ډير خوشحاله يم چې دغه فعاليتونه ډير بريالي دي