<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-29 18:16:39    
د اندونيزيا پخوانی ولسمشر محمد سوهارتو

cri

محمد سوهارتو د ١٩٢١ کال د جون په اتمه نېټه د اندونيزيا د جاوا د يوګياکارتا ښار په کيموسوک سيمه کې زېږېدلی و. د ١٩٤٠ کال په جون کې يې په پوځ کې ګډون وکړ او ورپسی د اندونيزيا د ځمکنی پوځ په ښوونځي کې زده کړې وکړې. هغه د ١٩٩٦ کال په فبروری کې د دغه هېواد د ځواکونو د کوماندان په توګه وټاکل شو او د همدی کال په مارچ کې د دفاع وزير او د ځمکنی پوځ جګړن په توګه هم ټاکل شوی و. د ١٩٦٧ کال په مارچ کې يې د اندونيزيا د ولسمشر د وکيل او د ١٩٦٨ په مارچ کې د ولسمشر دنده پر غاړه واخيسته.

سوهارتو د ١٩٩٨ کال په مارچ کې د پرله پسی اووم ځل لپاره د انډونيزيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. خو په دغه هېواد کې د اقتصاد او سياست د سختوالي له امله، هغه د همدی کال د مې په مياشت کې له خپلې دندې څخه لاس واخيست.

سوهارتو په خپلو دېرش کلن سياسي ژوند کې د پياوړی پوځی کنترول په اړه تګلارې د تر سره کولو ترڅنګ د اقتصاد پرمختګ ته هم په درنه سترګه کتلې وه. د سوهارتو د ماموريت په پيل کې، انډونيزيا ډېرې اقتصادی ستونزې درلودلې. سوهارټو د دغه هېواد د اقتصاد بيا سمسوتيا په اړه خپلې ځانګړي نظريې درلودلې. هغه د هېواد أبادۍ او پرمختګ ته ډېر اهميت ورکړ او په ټاکلي وخت کې يې له خپل اقتصادی سلاکار سره د اقتصادی حالاتو او مسئلو په اړه بحث وکړ. په دغو هڅو سره د انډونيزيا د اقتصادی پرمختګ لپاره يوه ښه بنسټيزه کيښودل شو. نړيوال

اوس د أسيا له څلورو کوچنيو پرانګونو څخه يو هم دغه هېواد په ګوته کوي.

د سوهارټو په واکمنی کې د انډونيزيا حالات تل ثابت وو او اقتصاد په پرله پسی توګه پرمختګ وکړ. نو سوهارټو د انډونيزيا د أبادۍ پلار په توګه بلل شوی و.

خو سوهارتو د دغه هېواد د اقتصادی پرمختګ پر همدی مهال، له ځينو چارواکيو او سوداګرانو سره له اړيکيو څخه ګټې هم واخيستي چې په بې مسلکه توګه يې د هېواد پيسې او مالونه تر خپل وکې لاندی راوستی وو. بر سېره پردی په نولس سوه او اووه نويم کال کې په أسيا کې اقتصادی بحران پر انډونيزيا بدې اغېزې وکړي چې په دغه هېواد کې په پرله پسی توګه ټولنيزې ستونزې رامنځته شوي او د وګړيو انديښتې يې هم زياتې شوي وې. سوهارټو په دغو حالاتو کې د نولس سوه او اته نويم کال د مې په يويشتمه نېټه د ولسمشرۍ له خپلې دېرش کلن څوکۍ سره خدای په أماني وکړه.

ورپسی د فساد له امله سوهارټو ته د سزا ورکولو په اړه د وګړيو دغوښتنې اواز په انډونيزيا کې لوړ شو. د دغه هېواد عالی څارنوالی د همدی کال په دسمبر کې له سوهارټو څخه تحقيقات پيل کړل. خو سوهارټو د ناروغۍ په بهانه تحقيقاتو ځواب ورکول رد کړل. په دوه زرم کال کې ياد شوی څارنوالی پر سوهارټو لس ورځی بنديز ولګاوه چې ده ته له انډونيزيا څخه د وتلو اجازه ورنه کړي. بر سېره پردی د سوهارټو پنځه سوه زره امريکايي ډالره د دغه څارنوالی له خوا په زور واخيستل شول.

له خپلې دندې څخه تر لاس اخيستلو وروسته د سوهارټو روغتيا تل ښه نه وه او تل په روغتون کې تر درملنې لاندی وو. د دوه زره او اتم کال د جنوری په اووه ويشتمه نېټه شپږ اتيا کلن سوهارټو د زړه او بډوډی په ګډون د بدنی ارګانونو د دريدو له امله د تل لپاره له دنيا څخه سترګې پټی کړې.