<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-02-29 20:26:29    
په ژوند د قبر ننداره ( ٥ )

cri

خوابدي مې لږ نوره هم ډېره شوه. فکر مې وکړ چې ياره په ټول چين کې به له افغانانو سره همدغه شان سلوک کېږي- هر ځای به همدومره تالاشي کېږي او تر ماشينونو به يې تېروي، نو و مې غوښتل چې بېرته له همدغه ځايه اسلام اباد يا کابل ته لاړ شم. کله مې چې اسلام اباد او کابل ته د الوتنو پوښتنه وکړه، نو بيا بې هم وپوهولم چې هلته تر بېجينګ ناوخته الوتنې ترسره کېږي او په نژدې راتلونکيو الوتنو کې خالي څوکۍ نه شته نو له ناچارۍ د هوټل معلومات هم راته نه وو چې کوم هوټل ته لاړ شم او څنګه لاړ شم دلته خو له چا سره په ژبه هم نه پوهېدم. بيا مې د هوايي ډګر د معلوماتو له دفتر څخه د هوټل مرسته وغوښته هغوی په مهربانۍ چا ته زنګ وواهه او راته يې وويل چې لس دقيقې صبر وکړه، هوټل ته به دې ولېږو.

دلته نو لږ څه ډاډه شوم چې ځه دا دی هوټل ته به لاړ شم او هوري به لږ څه ارام وکړم. په هوايي ډګر کې مې هڅه وکړه چې يو ټليفون پيدا کړم او د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې کارکوونکيو ته زنګ ووهم او له پېښې شوې ستونزې يې خبر کړم، چې په بېجينګ هوايي ډګر کې دوی زما د راتګ انتظار ونه کړي. خو په هوايي ډګر کې په دې بريالی نه شوم.

کابو نيم ساعت وروسته يوه نجلۍ راغله چې په انګريزي پوهېده او ما ته يې د هوټل د تګ لارښوونه وکړه. راته يې وويل : ته مسلمان يې؟

- هو، مسلمان يم.

- ډېر ښه ، زه هم مسلمانه يم ، زما نوم مالي دی.

- ډېر ښه ، په ليدو دې خوښ شوم.

- مننه ، د کوم ځای يې؟

- افغان يم؟

- ښه ، له افغانستان څخه راغلې يې؟

- هم ، خو د اسلام اباد له لارې.

له ترمينل څخه راووتو. يخ د انسان له بدن څخه پورې وورې ووت ، په بيړه د هوټل موټر ته پورته شوو. سربېره پر دې چې د موټر بخارۍ چالانه وه، خو بيا هم ساړه وو، له مالي سره مې خپلې مرکې ته د ساړو له لاسه ادامه ور نه شوه کړای. غلی په فکرونو کې ډوب شوم.

د اورمچي ښار د سړک غاړې له واورو ډکې وې، خو خپله سړک له واورو پاک و، ځای ځای کنګل د سړک مخ پوښلی و او موټرونو هغه زنځيرونه نه لرل لکه په کابل ښار کې يې چې لري.

په اورمچي کې ګوان هاو ګوو تای هوټل Guan Hao- GUO TAI HOTEL ته لاړم. د مېز شا ته نجونې ناستې وې. دوی د مېلمنو د ثبت او راجسټر کار تر سره کاوه د پاسپورټ کاپي يې واخيسته او نوم مې يې په کمپيوټر کې ثبت کړ او بيا په پېنځم پوړ کې يې د ٥١٦ نومرې خونې د دروازې کارټ ( کيلي ) راکړ دا يو درې ستوريز هوټل دی ، چې خورا ښې اسانتياوې لري. د جامو د ځای پر ځای کولو وروسته مې په بيړه د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې کارکوونکيو ته زنګ وواهه او هغوی مې له پېښې ستونزې خبر کړل . شېبه پس احمد زلمي راته زنګ وواهه، د پېښې شوې ستونزې په اړه يې خپله خواشيني څرګنده کړه، لنډې خبرې مو سره وکړې او و يې ويل چې ته به د خپل مهالوېش ځينې برخې تر سره نه شې کړی. خدای پاماني مو سره وکړه او ورپسې زه هم د فکر د خرابۍ له امله وختي ويده شوم.