د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناتو سرمنشي جاپ دی هوپ شيفر د فبرورۍ په نهه ويشتمه نېټه د امريکا په بروکينګس انستيتيوټ کې دغه خبر ته حيرانن شو چې د امريکا د ملی استخباراتو د عمومی څارونکي جان ميکال مکونيل په وينا د افغانستان حکومت يوازی د هېواد په سلو کې ديرش برخه خاورې کنترولوی.
نوموړي د امريکا له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د زياتو سرتېريو لېږلو په اړه د ناتو له اروپايی غړيو هېوادونو څخه کمه غوښتنه وکړي. هغه په همدې وخت کې خپل نظر څرګند کړ چې د ناتو ځيني غړي هېوادونه بايد په افغانستان کې د خپلو پوځی عملياتو محدوديت لغوه کړي.