<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-01 19:39:33    
امريکا په افغانستان کې د ناتو له دندې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د فبرورۍ په نهه ويشتمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د ناتو له سرمنشي جاپ دي هوپ شيفر سره خبرې اترې وکړې. ولسمشر بوش له خبرو اترو وروسته خبری رسنيو ته وويل چې امريکا په افغانستان کې د ناتو له دندې څخه ملاتړ کوي.

بوش وويل امريکا تل په افغانستان کېې د امنيت، اقتصادی سمسورتيا او سياسی ترقۍ تر سره کېدو موخه له افغانانو سره د مرستې د يو لړ تګلارو طرح کولو لپاره کوښښ کوي. جاپ دی هوپ شيفر وويل افغانستان ته د ناتو له خوا د سرتېريو لېږل نه يوازی له افغانستان سره د مرستې، بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دي. نو ځکه ناتو بايد په افغانستان کې ناکام نه شي.