<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-01 20:17:13    
موږ او اوريدونکی

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ زه امان الله عمران يم، دا دى بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، او زه يې د وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلي يم او اورېدو ته يې ستاسې هركلى كوم، نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د پروګرام په دې كړۍ كې به له يو اورېدونكي سره خبرې درته خپرې وكړو. دى رفيع الله مندو خېل نومېږي چې د بلوچستان د ژوب ښارګوټي اوسېدونكى دى، او هلته د سي آر آى لسنرز كلب مشر او د پښتو خپرونې ډېر پخوانى اورېدونكى دى. نوموړى د چين نړيوالې راډيو له خوا د پښتو خپرونې د غوره اورېدونكي په توګه غوره شوى، له ده سره غږېدلي يوو، دا چې دى د دغه غوراوي په اړه څه وايي خبرې به يې په ګډه سره واورو.

- دېره مننه، د سي آر آى راډيو پښتو څانګې پخوا هم موږ ته بيخي ډېره مينه راكړې ده، او اوس چې په خپرونې كې نوي همكارن دي لكه امان الله عمران، خوشحال تايب دى، غوټۍ ده او نورو ټولو موږ ته ډېره مينه راكړې، زه او زما د قلم د نورو ملګريو په استازيتوب تاسو ټولو ته كورودانى وايم.

- ښاغلي مندو خېل د بلوچستان د ژوب ښار اوسېدونكى دى، سي آر آى راډيو د بېلابېلو ژبو خپرونې اوري، ده د خپل ځان د پېژندګلوۍ او هم خپلو فعاليتونو په اړه د پوښتنې په ځواب كې وويل:

زما نوم رفيع الله مندو خېل او په خټه مندو خېل يم او د جنوبي پښتونخوا يا بلوچستان ايالت د ژوب ښار استوګن يم، چې د بلوچستان ايالت له مركز كوټې ختيځ په شاوخوا درې سوه كيلومترۍ كې پروت او د دغه ايالت دويم لوى ښار دى. په عمر څلوېښت كلن يم، او زده كړه مې تر شپاړسم پورې كړې او ماستري مې ترلاسه كړې ده، او له تېرو اتلسو كلونو يعنې له 1990 كال راهيسې زه او زما ملګري د سي آر آى راډيو دايمي اورېدونكي يوو، په 1998 كال كې له نن څخه لس كاله مخكې مو د سي آر آى لسنرز په نامه دلته په ژوب كې د اورېدونكيو يو كلب جوړ كړ چې اوس يې د غړيو شمېر 171 ته رسېږي او په ټول پاكستان كې له پنځه سوه زيات ملګري لري چې زموږ له كلب سره همكاري لري. موږ له تېرو اتلسو كلونو راهيسې د سي آر آى په پښتو، اردو، انګليسي، عربي، فارسي خپرونې په پرله پسې توګه اورو او د سي آر آى وېبپاڼه هم ګورو چې ډېر په زړه پورې مطالب په كې خپرېږي، او تر ټولو جالبه خبره دا ده چې موږ دغه كومې ژپې چې ما يادې كړې، موږ يې پروګرامونه اورو، خو پر دې سربېره د سي آر آى له نورو ژبو لكه بنګالي، روسي، ايټالوي، نيپالي، كمبوډي، هوسا، اسپانوي، فلپايني، تاميل، اندونيسيايي، فرانسوي، منګواليي، البانيايي، كوريايي، تركي، ټايلنډي او داسې نور تر دېرشو زياتو ژبو سره موږ د قلم همكاري لرو، كه څه هم موږ په دغو ژبو نه پوهېږو، خو په انګريزي ژبه موږ له دوى سره قلمي اړيكي ساتلي، د دوى په خپرنيزو كې زموږ عكسونه او ليكونه خپاره شوي دي او هم مو ټليوفوني تماس ورسره نيولى دى، نو له دې معلومېږي چې موږ له سي آر آى سره بې اندازې مينه لرو.

- د اورېدونكي مندوخېل په مشرۍ كلب كې يو شمېر ښځينه غړې هم شته چې موږ ته يې زيات شمېر ليكونه را استولي دي، له رفيع الله مندوخېل مو وپوښتل چې د ده د كلب ښځينه غړيو شمېر څومره دى او څه ډول فعاليتونه لري، ده راته په ځواب كې وويل:

زموږ په كلب كې تاسې ته معلومه ده چې په پښتني سيمه دا ډېر دود نه لري چې ښځينه راډيو واوري او يا ورسره تماس ونيسي، خو له دې سره موږ دومره كار كړى دى او زموږ د كلب غړيو دومره زيار ايستلى دى چې ښځينه يې دې ته اماده كړې دي، كه څه هم دوى زړه نه ښه كوي چې راډيو واوري او يا له راډيو سره تماس ونيسي، خو زموږ د كلب د زيارونو له بركته اوس دلته په سيمه كې زيات شمېر ښځينه اورېدونكي دي چې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونه اوري، او پر دې سربېره شاوخوا تر اتو يا لسو پورې داسې ښځينه اورېدونكې دي چې په مستقيمه توګه تاسو ليكونه ليكي او دلته زموږ سره د كلب په چارو كې، د پروګرمونه په ارزونه او پښتو خپرونې ته د ليكونو په استولو كې پوره همكاري كوي.

- رفيع الله مندوخېل د پښتو خپرونې پروګرامونه ګټور او جالب وبلل او هم يې خپل وړانديزونه وكړل، ده وويل:

پروګرامونه خو زموږ لپاره ډېر ګټور او جالب دي او زموږ دېر زيات خوښېږي، د چيني ژبې لوست پروګرام دلته ډېر زيات خلك خوښوي، او هڅه كوي چې چيني ژبه، كه ډېره نه وي، څه نا څه زده كړي. بله خبر دا ده چې د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت ډېر لږ دى، تاسو بايد يو خو د دغه پروګرام وخت زيات كړئ، بل دا چې په دغه پروګرام كې برېښناليكونو ته ځانګړى ځاى وركړئ ځكه چې اوس پښتانه اورېدونكي هڅه كوي ستاسو سره د انټرنېټ له لارې تماس ونيسي او برېښناليكونه در استوي. يو خوا د پروګرام وخت زيات كړئ او برېښنا ليكونو ته ځاى وركړئ، بل موږ او اورېدونكي پروګرام په پاى كې سندره مه خپروئ او پر ځاى ليكونه ولولئ. بله د يادونې وړ خبره دا ده چې زموږ په سيمه ژوب كې ستاسې خپرونې په لنډو څپو ډېره كمزورې او رڼه نه اورېدل كېږي. موږ په خپله هڅه كوو چې ستاسې خپرونې پر انټرنېټ واورو خو د نورو خلكو لپاره په كې ستونزې وي، خو ستاسې خپرونې بيا د سهار له خوا رڼې اورېدل كېږي. بل د ښځو په اړه چې تاسو كوم پروګرام خپروئ، زموږ ښځينه اورېدونكې يې ډېر خوښوي او ستاينه يې كوي.

- په تېره نژدې موده كې په كابل پوهنتون كې د چيني ژبې د زده كړې يوه څانګه پرانيستل شوه، چې دلته په چين كې د چيني ژبې زده كړې دكنفوسيوس لړۍ بلل كېږي او له مخې يې د نړۍ په نورو زياتو سيمو كې هم د چيني ژبې د زده كړې يو شمېر مركزونه پرانيستل شوې دي. د چيني ژبې د زده كړې په اړه ښاغلي مندو خېل وويل:

دا يو ډېر ښه اقدام دى، زموږ لپاره د ډېرې خوښۍ وړ كار دى چې له مخې يې دلته خلكو ته په اسانۍ سره د چيني ژبې د زده كړې زمينه برابره شي، زموږ د پلوچستان په مركز كوټه ښار كې د نور ژبو لكه فارسي، اردو او نورو د زده كړې مركزونه شته، خو د چينې ژبې د زده كړې كوم كورس نه شته، موږ پخوا هم د سي آر آى راډيو سره ژمنه كړې وه كه د چيني ژبې د زده كړې لپاره كوم كورسونه پرانيزي موږ ورسره پوره مرسته كوو. موږ هم غواړو چې چيني ژبه زده كړو، چيني يوه داسې ژبه ده چې په نړۍ كې تر نورو ژبو زيات وګړي پرې خبرې كوي. موږ پر انټرنېټ د چيني ژبې د زده كړې وېبپاڼې ګورو او هم له چين نه خپرېدونكي مطبوعات ګورو، موږ كولى شو چې د چيني ژبې د زده كړې له لارې په ښه توګه له چيني كلتور، له چيني ادب او د چين له تاريخ سره اشنا او بلد شو، نو د دې لپاره موږ هڅه كوو، چې كه ډېر نه وي، څه نا څه چيني ژبه زده كړو چې يوه ورځپاڼه يا مجله په چيني ژبه ولوستى شو.

- اورېدونكى رفيع الله مندوخېل له موسيقۍ سره هم مينه لري، او غواړي پر پښتو خپرونه د موسيقۍ ځانګړى پروګرام وي، دى وايي:

زما دا نظر دى چې د پښتو سندرو لپاره تاسې بايد يو بل ځانګى پروګرام واورئ. زما په خپله د احمد ظاهر سندرې ډېرې خوښېږي.

- درنو اورېدونكيو ښاغلي رفيع الله مدوخېل په خوښه مو د احمد ظاهر سندره واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او هم زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو كولى شئ پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.