<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-01 20:18:21    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اورېدونکو ! السلام عليکم ! د پوښتنه او ځواب پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بېلابېلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هيله من يم چې د ليکونو او برېښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بېلابېلې پوښتنې راواستوئ !

څو ورځې مخکی په پاکستان کې زمونږ يو اوريدونکی په خپل ليک کې ليکلي چې دی غواړی له چين څخه ليدنه وکړي نو د چين په پلازمېنه بېجينګ کې ځينی په زړه پوری ځايونه ورته په ګوته شی .

نو ګرانو دوستانو ! که تاسو غواړی چين ته سفر وکړي نو چين ستاسو ډير هرکلی کوي . تاسو کولی شی د چين نړيوالې راډيو پر پښتو ويبپاڼه چين ته د سفر په اړه زيات معلومات ترلاسه کړي . خو د دغه اوريدونکی په غوښتنه به د پروګرام په نننی کړۍ کې تاسو ته په بيجينګ کې د دوو ځايونو په اړه لږڅه معلومات وړاندی کړو چې تر ټولو ډير شهرت لری .

له دغو دوو ځايونو څخه يو هم د چين لوی دېوال دی . د چين لوي ديوال په پخوانيو زمانو کې يوه ستره نظامي او دفاعي پروژه وه ، دغه لوي ديوال د چين په خاوره کې څه دپاسه اوه زره کيلومتره اوږدوالي لري. په ١٩٨٧ کال کې د چين لوي ديوال د م م د يونسکو له خوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شو.د دغه ستر ديوال جوړولو لړۍ له ميلاد نه مخکې په اتمه او اوومه پيړۍ کې د چين د اوو ګونو حکومتونو د واکمنانو چي ، څو ، يان ، هان ، جاو ، وي او چين په زمانو کې پيل شوی او د نوموړي ديوال له جوړولو څخه يې موخه د دښمنانو په وړاندې

د خپلې خاورې او واکمنۍ ساتنه او دفاع وه ، وروسته بيا له ميلاد نه دمخه په ٢٢١ کال کې د چين امپراتوري لړی پر هغو اوو حکومتونو باندې بری وموند او له بري نه وروسته دچين لومړي امپراطور چين شي هوانګ ټوټه ټوټه ديوالونه سره يوځای کړل او هغه يې د چين لوي ديوال ونوماوه چې اوږدوالی يې پنځه زره کيلومترو ته رسيده . له ميلاد نه دمخه په دوهمه پيړۍ کې د ( خان ) د سلسلې امپراطور بل ديوال ودان کړ چې اوږدوالی يې لس زروکيلومترو ته ورسيد او جوړولو کار يې زر کاله وخت ونيوه چې بيا يی د ( مينګ ) په امپراطوري لړۍ کې يې په دواملرونکی توګه د ودانولو کار پرمخبيول شو چې دوه سوه کاله وخت پري تير شو ، ددې ديوال اوږدوالی د لويديځ له وروستي برخې د چين د ګان سو ولايت د ( جيا يوګوان ) په نامه له دروازې څخه پيل کيږي بيا ختيځ لور د شان هاي ګوان په نامه دروازې پورې دوام مومي چې په دې توګه يې اوږدوالی ٦٣٥٠ کيلومترو ته رسيږي او هغه ديوال چې د اصلي ديوال ترڅنګ ودان شوي و په تدريجي توګه ويجاړ او له منځه تللی دی . د لوي ديوال جګوالی لس متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، په پخوانيو زمانو کې به پوځيانو پر لوي ديوال باندې د تيري کوونکو سره جګړه کوله .که څه هم اوس لوي ديوال د يو نظامي سنګر رول نشي لوبولی ، مګر ساختمان او جوړښت يی د قدر د ستاينې وړ دی ، لوي ديوال ډير ستر تاريخي او کلتوري اهميت او توريستي ارزښت لري ، په چين کې خلک وايي څوک چې لوي ديوال ته نه وي تللی ، نو هغه ته اتل نه ويل کيږي . بې شميره چيني او بهرني سيلانيان پر دې وياړي چې د لوي ديوال لوړې برخې ته رسيدلی او ورغلی دي . لوي ديوال اوس د چيني ملت د ملي روحيې څرګندولو يوه نښه ګڼل کيږي.

ګرانو دوستانو ! دوهم ځای چې غواړو تاسو ته يی دروپېژنو د چين د پلازمېنې بيجينګ په مرکز کې يو ډير مشهور ځای دی چې امپراطوری ماڼۍ نومېږی . دغه ماڼۍ په نړۍ کې ترټولو لويه امپراطوری ماڼۍ هم ده چې تر اوسه لاهم په ښه شان سره ساتل شوې ده .

که تاسو چين ته سفر وکړئ نو که بيا له بيجينګ څخه ليدنه کوئ نو په بيجينګ کې بايد لومړی له يادې شوې ماڼۍ څخه ليدنه وکړئ .

ځکه چې دغه ماڼۍ د ښار په مرکزي برخه کې پرته ده نو تاسو به يی په ډيره اسانه توګه پيدا کړئ شی .

موږ هيله لرو چې تاسو په مناسب وخت کې چين ته سفر وکړئ بېلابېل په زړه لورې ځايونه وګورئ او هم له موږ سره تماس ونيسئ .

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !