<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-02 18:04:06    
د چين د که جيا په اوسيدونکوسيمو کې مروج شوي ولسی سندری

cri

ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د که جيا په اوسيدونکو سيمو کې يو لړ مروج شوي خوندوری سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د چن چينګ تای او دای يو لان له خوا ويل شوی د که جيا يوه ولسی سندره واورېده چې نوم يې و د چای ټولولو نجلۍ٠ په دغه سندره کې د چای د ټولولو په فصل کې د هلکانو او نجونو تر منځ دسندرو ويلو له لاری خپله مينه څرګنديږي٠

که جيا په چيني ژبه ميلمه دی او هغو چينايانو ته ويل کېږي چې له څلورمې پيړۍ څخه تر دوولسمې پيړۍ پورې د چين له مرکزي ولايت څخه له جګړو او ناورينونو څخه د تښتی لپاره جنوبي سيمو ته په کډه ورغلي وو. دوی لرغونی منځنی کلتور او ژبی ساتی چی د هان قوم پرته يې يوه ځانګړی برخه ده٠ د که جيا په اوسيدونکوسيمو کې مروج شوي ولسی سندری تر اوسه يوه زره کلن تاريخ لری ٠

( سندره ٢)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د هوانګ ګوی شيانګ له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورېده چې نوم يې و دوه خويندې د جشن ښکلي څراغونه ګوري.

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه يوه سندره واورو چې نوم يې دی په خوب کې د ناک ګلونو کتل٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!