<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-02 21:05:04    
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې د ملی کمېټې لومړې غونډې لپاره ټول تياريانی بشپړ شوي دي.

cri

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې د ملی کمېټې لومړې غونډې مطبوعاتی وياند ښاغلي وو جيان مين د مارچ د دوهمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې د ملی کمېټې لومړې غونډې د اجنډا او د دغه ارګان د کار په اړه د کورنيو او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. وياند وو جيان مين څرګنده کړه چې اوس د دغې غونډې لپاره ټول تياريانی بشپړ شوي دي او د ټاکلی پلان له مخې به د روانې مياشتې په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او سياسی مشورې يو مهم ارګان او د سوسياليستی ديپلوماسۍ د پلی کولو يو مهم شکل هم دی چې د چين په سياسی ژوند کې هغه مهم رول لوبوي چې نور کم سازمان د هغه پر ځای نشی لوبولای. دغه ارګان ملی کمېټه او ځايی کمېټې لري. د دغه کنفرانس د ملی کمېټې راتلونکې کلنۍ غونډه چې ژر به د روانې مياشتې په درېيمه نېټه پيل شي، په چين کې د سياسی سلامشورې تر ټولو يوه لوړ پوړی بڼه ده.

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې د ماموريت موده پنځه کاله دی او هر کال د دغې کمېټې يوه کلنۍ غونډه تر سره کېږي. د روان کال کلنۍ غونډه کې د دغې ملی کمېټې د نوې دورې پيل دی. د روان کال کلنۍ غونډه به د يوولسو ورځو لپاره دوام ولري او د دغه ارګان څه دپاسه دوه زره او دوه سوه تنه غړي به په بېجينګ کې راغونډ شي او د هېواد پرمهمو مسئلو به بحث وکړي. دغه غړي د چين د کمونست ګوند، بېلابېلو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو، بی ګوندی شخصيتونو، ولسی ټولنو او ملی لږکيو په شمول د څلور دېرشو ټولنو له شخصيتونو څخه جوړېږي. وياند وو جيان مين وويل

( لومړی اواز)

د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس يوه لويه ځانګړتيا د بېلا بېلو ټولنو او ساحو د استعداد لرونکيو کسانو راغونډول دي. د دغه کنفرانس په يوولسمه ملی کمېټه کې د بېلا بېلو ګوندونو، ډلو، ملی لږکيو او ټولنو ډېر زيات نوي استازي راغونډ شوي چې د زياتو وګړيو د استازيتوب او د زياتو استعداد لرونکيو کسانو راغونډېدو په اړه د دغه ارګان ځانګړتياوې تری څرګندې شوې دي.

برسيره پردې، د دغې دورې ملی کمېټې د غړيو څه دپاسه نيمه برخه نوی ټاکل شوي او د غړيو جوړښت يې لا نور معقول شوی دی چې د چين له کمونست ګوند څخه بهر د نورو غړيو شمېر په سلو کې څه دپاسه شپېته او د ښځينه غړيو شمېر په سلو کې اوولس اعشاريه اووه برخه نيولې ده.

وياند وو جيان مين په ياده شوې خبری ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د اوسني ملی کمېټې غړي به د دغې غونډې په موده کې د

چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې د دايمی کميسون کاری راپور واوري او ور باندی بحث وکړي، د روانې مياشتې په پنځمه نېټه به د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون او د حکومت پر کاری راپور به بحث وکړي او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې د ملی کمېټې د لومړې غونډې د سياسی پرېکړې په شمول يو لړ پرېکړې او راپورونه تصويب کړي.

وړانديزونه په سياسی چارو کې د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې غړيو د برخه اخيستنې يو مهم شکل دی. وياند وو جيان مين وويل تر اوسه پوری غړيو د دغې غونډې سکرتريت ته څه دپاسه درې سوه وړانديزونه کړي دي. د دغو وړانديزونو د محتوياتو له مخې، ملی اقتصاد او د خلکو ژوند د زياتو غړيو لپاره د پاملرنې وړ دی. نوموړي څرګنده کړه

( دوهم اواز)

له يوې خوا د ملی اقتصاد د عمومی تنظيم او کنترول، د حکومتی ارګانونو او پولی سيستم اصلاحاتو، د اقليمی بدلون او د چاپېريال ساتلو په شمول د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه مهمې مسئلې دي. له بلې خوا، د توکيو بيو د ثبات، د زياتو کسانو د استخدام، د کورونو او ټولنيز ضمانت او د تعليمی او روغتيايی سيستمونو د اصلاحاتو په شمول مسئلې دي چې د وګړيو له ګټو او ژوند سره نژدی اړيکې لري.

د معلوماتو له مخې، له دغو تودو مسئلو نه پرته، د بېلا بېلو ټولنو غړيو د خپلې ټولنې ځانګړيو مسئلو ته هم پاملرنه کوي.