د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د دوهمې نېټې له غرمې وروسته د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې د ملی کمېټې لومړې غونډې مقدماتی غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.
د هېواد د څلور ديرشو ټولنو دوه زره يو سل او دری تنو غړيو په دغه غونډه کې ګډون کړی او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کمېټې د لومړې غونډې د مشرانو ډلې، د مشرانو ډلې غونډې رياست ګوونکي او سرمنشي ليستونو، د غونډې بحث اجنډا او د وړانديزونو د سنجش کمېټې د غړيو لست په اړه يې بحث او تصويب کړی دی.
د غونډې د ټاکل شوې اجنډا له مخې، ياده شوې لومړې غونډه به د روانې مياشتې په درېيمه نېټه پرانيستل شي. د چين د کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د سياسي بيورو دايمی کمېټې غړي او د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمې دورې ملی کمېټې مشر جيا چينګ لين به د دغه کنفرانس د دايمی کمېټې يو کاری راپور ولولي. ټول غړي به د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د چين د يوولسمې دورې ملی ولسی کانګرس په لومړې غونډه کې ګډون وکړي او د حکومتی کارونو په هکله به د صدر اعظم ون جيا باو يو راپور واوري.