<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-03 16:45:15    
د فو جو ښار د يوې داسی ښاري کچې د رسيدو لپاره کوشش کوي چې د خلکو لپاره د ژوند ښه شرايط پکې مساعد وي

cri

د فوجوښار د چين په جنوب ختيځ کې د فوجيان ولايت مرکزی ښار دی. په وروستيو کلونو کې سيمه ايز حکومت په يوه نوې بڼه د دغه ښار جوړولو افکار وړاندی کړی چې د خلکو لپاره د ژوند ښه شرايط پکې مساعد وي او په همدی وخت کی يې د بنسټيزو تاسيساتو او ايکولوژيکی چاپيريال د ښه والی لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.زمونږ خبريال له دغه ښار څخه د ليدنې په ترڅ کې کتلی چې د دغه ښار کاری توان ورځ په ورځ بشپړ شوی او چاپيريال ښه شوی دی.

خبريال په صنعتی لور د پرمختګ پر لار ددغه ښار داسی حالت ليدلی چې د سوداګرۍ مرکزونه او هستوګنځی کتار په کتار ولاړ دي.خو څو کاله مخکی دلته يوازی زياتې فابريکې وې. ښاغلی چن چوي مو چې دلته يی د ٤٠ کلونو لپاره ژوند کړی، وويل  په ١٩٥٨ کال کې مونږ دلته راغلي يوو، په هغه وخت کې دغه لاره يوازی ځمکنی لاره وه او دوه يا دری موټرونه پری تګ کاوه،د دغې لارې په يوه غاړه کې د موټر ترميمولو فابريکه او په بله خوا کې يې د ښيښې او پلاستيک فابريکې ولاړې وې.

صنعتی لاره په فو جو ښار کې د صنايعو پرمختګ ترټولو لومړۍ سيمه ده او د ښاری پرمختګ له امله دغه سيمه له مرکزی سيمې سره يو ځای شوې اود صنعتی کيدو په بهير کې د شنو خونو ګازونو خپرونې د ښاريانو د ژوند پرکيفيت سخته اغيزه کړې ده. نو څو کاله مخکی سيمه ايز حکومت دغه افکار وړاندی کړی چې له مخې يې لومړی هغه صنعتی تصدۍ له ښاری سيمې څخه وتلی چې زياته ککړتيا يې

رامنځته کوله .

د فوجو ښار د اقتصادی کميټئ اړوند مسئول لين شی پنګ وويل

د فوجو ښاروالي د يو داسی ښار جوړولو لپاره افکار وړاندی کړی چې د خلکو لپاره د ژوند ښه شرايط پکې مساعد وي يعنی د سوداګرۍ د پرمختګ له پلوه يې د خلکو د ژوند کيفيت د لوړوالی لپاره هڅه کړی ده. د بېلګی په توګه پخوا د صنعتی لارې په شاوخوا کې ٢٨ تصدۍ موجودې وې، خو اوس هلته څلور تصدۍ پاتی دی چې په راتلونکيو دوو کلونو کې به له دغې سيمې څخه ووځي.

د دغې لارې بدلون د فو جو ښار د أبادۍ په بهير کې يوه ښه بڼه ده. د معلوماتو له مخې په دغه ښار کې زر صنعتی تصديو د خپلو فابريکو ليږدونې چارې پای ته رسولې او يا به يې په نژدی راتلونکی کې پای ته ورسوي.سربېره پردی سيمه ايز حکومت هر کال د انرژۍ سپمولو او د سرچينو عمومی کارولو په موخه د صنعتی تصديو هڅولو لپاره لس مليون يوانه ځانګړی پيسې لګوي.

په همدی وخت کې د فو جو ښاروالي د ښاری پلان جوړولو په بهير کې له خپلو ځانګړتياوو سره سم د طبيعی چاپيريال په کارولو سره د ښاريانو لپاره چاپېريال ښه کوي.د دغه ښار د ښار او علاقه داريو جوړولو ادارې مرستيال لين شی تاو وويل  په فو جو ښار کې نژدی ٩٠ سيندونه او پنځوس غرونه شته چې د خلکو د ژوند لپاره يو ښه چاپېريال او ښه شرايط برابروي.مونږ د اوسنيو غرونو او اوبو ساتلو لپاره يو اړوند پلان جوړ کړی چې د ښاری چاپېريال لپاره يو بنسټيز ضمانت برابر شی چې له مخې يې تر اوسه د ښاری لارو د أبادۍ او د زړو ودانيو د ښه والی پر بنسټ په ونو د پوښل شويو ځمکو اندازه زياته شوې ده.

له دغه پلان سره سم په فو جو کې د ښار د ښکلا او د اوبو چاپېريال د ښه والی په اړه پلانونه هم په مهمه اجندا کې شامل شوي دی. يوه خوا د فو جو ښاروالی د نويو جوړو شويو يا بيا رغول شويو باغونو لپاره زياتې پيسې لګوي چې تر اوسه پوری په ونو د ځمکې پوښنې اندازه په سلو کې له ٣٦ څخه زياته شوې ده. بله خوا سيمه ايز حکومت په کورنيو سيندونو پرغاړو د ککړو اوبو د بهېدو لپاره نلونه غځوي چې کورنی سيندونه په اغيزمنه توګه پاک شی.