چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسی سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه د مارچ په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين کمونست ګوند او دولتی مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
د غه کنفرانس د لسمې دورې ملی کميټې مشر جيا چينګ لين په همدی ورځ په دغه غونډه کې د چين له بېلا بېلو ساحو څخه يوويشت سوه او پنځه نوي غړيو ته د کارونو راپور ورکړ. ده وويل دغه کنفرانس په تېرو پنځو کلونو کې د دولتی مرکزی کارونو پر بنسټ د سياسي سلامشورې، ديموکراتيکې څارنې او د سياسی چارو د بحث په اړه دندې تر سره کړې او د سوسياليزم په اقتصادي، سياسي، کلتوري او ټولنيزه أبادۍ کې يې خپل مهم رول لوبولی دی.
ده زياته کړه دغه کنفرانس به په راتلونکو پنځو کلونو کې د يووالی او ديموکراسۍ په دوو موضوعاتو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.