<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-03 20:24:45    
د چين په شينجيانګ کې به د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې درملنې د بيمې نظام ترسره شي

cri

د چين د حکومت د پلان له مخی به تر ٢٠١٠ کاله پوری چين په هر اړخيزه توګه د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې درملنې د بيمې نظام مروج کړی٠ ښايي چې په راتلونکو دريو کلونو کی د شينجيانګ په ټولو ښارونو او ښارګوټو کې دغه نظام ترسره شی٠

د پلټنې له مخی پخوا د چين د شينجيانګ د ښاري اوسيدونکو نيمې برخې د بېلا بېلو لاملونو له کبله طبی بيمه نه درلوده چې د دغو وګړيو د درملنې لګښتونه د کورنيو دروند بار ګڼل کيده٠ که دوی په سختو ناروغيو اخته شوی وای، نو د طبی لګښت ورکولو توان يې نه درلود٠ د دغې ستونزې د ليرې کولو لپاره د چين حکومت د ٢٠٠٧ کال په جولای کې د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې درملنې د بيمې د ازموينې په هکله يو سند خپور کړ٠ د تير کال په جولای کی د ښاري اوسيدونکو د طبی بيمې ازموينې د شينجيانګ د وروموچۍ ښار په شمول د چين په نهه اويا ازمويښتی ښارونو کی پيل شوې چې د زړو کسانو، ماشومانو او بی کارو کارګرانو په شمول څه دپاسه دوه سوه مليون ښاري اوسيدونکي د طبی بيمې په نظام کی شامل شوي دي٠ د وروموچی ښار اوسيدونکې بيان شيوې ليان چې په سرطان اخته شوی ، په خوښۍ سره وويل :

ٌ د درملنې بيمې زما زړه أرام کړی او د طبی لګښت ورکولو په برخه کی يې زما انديښنه ليری کړې ده٠ ځکه زه اوس له اړوندې څانګې څخه يو شمير طبی لګښت بيرته اخيستلای شم او په دې برخه کی له کارکوونکو سره توپير نه

لرم٠ که د ناروغۍ د درملنې لپاره په روغتون کی بستر شم ، د بيرته اخيستل کيدونکي لګښت انډول به لا زيات شی٠ ٌ

د بيان شيوې ليان مور دين لان اينګ وويل: زما د لور لپاره د درملو خوړل يو عای کار دی ٠ له څو کلونو راهيسی هغه اته ځله په روغتون کې بستر شوې٠ طبی لګښت د دې پر کورنۍ يو دروند بار و٠ خو اوس ښه شو چې لور مې د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې درملنې د بيمې په نظام کی زما د لور د شامليدو له امله د طبی لګښت لږ تر لږه نيمه برخه کميدای شی ٠ دين لان اينګ وويل:

ٌ طبی بيمه زما سره ډيره ښه مرسته ده، زه د زړه له کومی د دولت له ښې تګلارې مننه کوم٠ که څوک پيسی و نه لری، د ده پلار او مور هم ورسره مرسته نشی کولای٠ خو دولت هغه ته مرسته ورکولای شی٠ دا ډيره ښه ده ! ٌ

د بيان شيوې لان په شان د اوروموچۍ ښار معيوب فو چيانګ هم له طبی بيمې څخه ګټه اخيستې ده٠ هغه له کوچينيتوب راهيسی په پوره توګه د خپل پلار په مرسته ژوند کوی٠ ناروغ شوی فو چيانګ ته د پاملرنې په بهير کې د ده د پلار فو شينګ يانګ ټول ويښتان سپين شوي او روغتيا يې هم ورځ په ورځ کمزوريږی٠ ده انديښنه کوله چې که دی له دنيا څخه سترګې پټې کړي، څوک به يې زوی ته پاملرنه وکړی؟ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې اوس که فو چيانګ هر کال شپيته يوانه ولګوی، د درملنې ضمانت ترلاسه کولای شی، نو د سپين ږيری فو شينګ يانګ انديښنه هم ليری شوې ده ٠ ده په خوښۍ سره وويل :

ٌ اوس ټولنيزې خيريه چارې مونږ ته ډيره پاملرنه کوی او زمونږ ستره ستونزه يې ليری کړې ده ، زه د زړه له کومی ډيره مننه ورڅخه کوم٠ طبی بيمه يو ډير ښه نظام دی، په راتلونکو دريو کلونو کې د ښاري اوسيدونکو د طبی بيمې نظام د جوړولو په هکله د چين د حکومت پريکړې د معيوبينو او نورو کمزورو کسانو زړونو ته نيکمرغی رسولې ده٠ ٌ

په چين کی نه يوازی ښاري اوسيدونکيو د درملنې له بيمې څخه ګټه اخيستې ده ، بلکې کليوال کارګران هم په فعاله توګه پکی ګډون کوی٠ ښاغلی ليو دونګ څو کلونه مخکې د مزدورۍ لپاره له کليوالی سيمې څخه اوروموچی ښار ته ورغی، کله چې خبر شو چې کليوال کارګران هم د ښاري اوسيدونکو په شان د درملنې بيمې په نظام کې شامليدای شی، نو هره ورځ د کليوالو کارګرانو ترمنځ د دغه نظام پلی کيدو ته انتظار باسی٠ هغه وويل:

ٌ د لس ګونو يوانو په لګولو سره د لس ګونو زرو يوانو په ارزښت طبی بيمه اخيستل کيدای شی، دا زمونږ لپاره ښه زيری دی٠ پخوا چې کله مونږ ناروغه کيدو، د درملنې ټول لګښت مو به په خپله غاړه و٠ زه هم غواړم چې د ښاريانو په شان له طبی بيمې څخه ګټه واخلم٠ زما زيات ملګری هم د طبی بيمې په نظام کی د شاميدو انتظار باسی٠ ٌ

د خبر له مخی، په ٢٠٠٨ کال کې به د چين شينجيانګ په نورو اتو ښارونو کی هم د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې بيمې ازموينه ترسره شی او په راتلونکو دريو کلونو کی به په خپلو ټولو ښارونو او ښارګوټو کی د طبی بيمې نظام پلی کړی٠

ګرانو دوستانو ، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چې شينجيانګ به په راتلونکو څو کلونو کی د ښاري اوسيدونکو د بنسټيزې درملنې د بيمې نظِام ترسره کړی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله !