<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-03 20:20:33    
د بې های باغ

cri

بيجينګ اته سوه کاله مخکې د چين پلازمينه ګرځيدلی چې تر اوسه له لسو څخه زيات امپراتوری باغونه په کې ساتل شوی دی . دغه باغونه ډير ښکلی او په زده پورې دی او بي های باغ پکې په نړۍ کې تر ټولو اوږد تاريخ لري. د بی های باغ د بېجينګ ښار په مرکزی سيمه کې پروت دی. دغه باغ د لياو، جين، يوان، مينګ او چينګ پنځو امپراتوريو لخوا وار په وار جوړ شوی دی. د ديارلسمې پېړۍ په يوان په امپراتوری لړۍ کې لومړی امپراتور هو بی لي دغه ښکلی ځای خوښ کړ او د دغه باغ په سيمه کې يی د يوان لړۍ پلازمېنه جوړه کړه . له يوان لړۍ څخه د مينګ او چينګ تر امپراتوری لړيو پورې د بی های باغ تل د امپراتورانو باغ و . د پلازمينی جوړولو په تاريخ کې د يو باغ له امله د يوې پلازمينې ټاکنې ساری په ټوله نړۍ کې ډير کم ليدل کيږي .

اوسنی بی های باغ نژدی اويا هکتاره پراخوالی لری او د اوبو ساحې پراخوالی يی د ټول پراخوالي نيمه برخه نيسي. لويې ودانۍ او له أرامۍ څخه ډک معبدونه په معقوله توګه په بی های باغ کې پراته دي. د دغه باغ د جهيل په منځ کې يو ټاپو شته چې چيونګ هوا نوميږي. په دغه ټاپو کې رنګارنګ ونې ولاري دي چې بېلا بېلې ودانۍ يې په سيوري کې پټې دي.

په دغه ټاپو کې يو تبتی سپين څلی هم درېدلی دی. د دغه څلي لوړوالی نهه ويشت اعشاريه اوه ميترو ته رسيږی. که تاسې د دغه برج څوکې

ته له ختلو وروسته جنوب ته وګورئ ، نو به وګورئ چې په جهيل کې د چيونګ هوا ټاپو په ګډون دری لوی او کوچنی ټاپوګان سره يو ځای يو ليکه جوړوی. دغه دری ټاپو ګان د کارګرانو له خوا د امپراتوری باغونو جوړولو له هغو ځانګړيو فنونو څخه په استفادې سره جوړ شوی چې يو جهيل او دری غرونه نوميږي .

دغه ځانګړي هنرونه په دې ډول دي: لومړی : جهيل وکيندل شو ، وروسته د کيندل شوو خاورو په واسطه دری غونډۍ جوړې شوې . په يوه افسانوی کيسه کې ويل شوی چې پخوا په سمندر کې دری غرونه پراته وو چې په هر غره کې رب الوع ژوند کاوه او د دايمی ژوند درمل يی درلود ، نو د چين امپراتورانو د دايمی ژوند د لټون لپاره په خپل باغ کې يو جهيل او دری غرونه جوړ کړل. د يو جهيل او دريو غرونو جوړښت يوازی په امپراتوری باغونو کې موندل کېده او نورو ته اجازه نه وه چې داسې ودانۍ جوړه کړي. که چا د دغه پرېکړې پر خلاف کومه ودانۍ جوړه کړې وی ، نو هغه به وژل کېده .دغه ودانۍ هم د بي های پارک يوه مهمه ځانګړتيا ده، که تاسی دغه ودانی و نه ګوری، نو د امپراتوری باغونو عصاره به و نه پيژنئ.

د بی های باغ د چين په څو امپراتوري لړيو کې د باغ جوړونې دودونه ساتلی او په بېلا بېلو ځايونو کې د باغونو جوړولو تکلنوژۍ وړتياوو زده کړه کړی. نو دغه باغ د چين د باغونو جوړولو په هنر کې يو ارزښت لرونکی مثال دی.