په وروستيو کلونو کې په بېجينګ کې شخصی تصديو ګړندی پرمختګ کړی دی او شمېر يې په پر له پسی توګه زياتېږی. نو د دغو تصديو د کارکوونکيو د قانونی حقونو او ګټو ساتنه د حکومتی ارګانونو او ټولنيزو ډلو ګډه دنده ګرځېدلی ده. له دې امله د بېجينګ د کارګرانو عمومې ټولنې د ٢٠٠٧ کال په پيل کې د واټونو خدمتی مرکزونه جوړ کړی چې د شخصی تصديو کارکوونکيو ته د روزنې، کلتور او د تګلارو په اړه د مشورو په شمول خدمتونه برابر کړی چې د کارکوونکيو لخوا يې هر کلی شوی او منل شوی دی.
د بېجينګ پولي واټ يوه دغه شان سيمه ده چې ډېر پولي ارګانونه پکې دي. د ٢٠٠٧ کال د جون په لومړۍ نېټه د بېجينګ د کارګرانو ټولنې لومړی خدمتی مرکز په دغه سيمه کې جوړ شو. د يو سل او ديارلس پولي ارګانونو او دوه زره نورو تصديو سل زره تنه د دغه مرکز په خدمتی چوکاټ کې شامل شوي دي.
کله چې خبريال د پولي واټ د کارګرانو ټولنې خدمتی مرکز ته ورننوات، پر ديوال باندی يې يوه ليکنه وليدله چې پکې ليکل شوي وو د کارګرانو خدمت زموږ د ټولو کارونو بنسټ دی. د بېجينګ د کارګرانو عمومی ټولنې د مشر مرستيال ځنګ فان شين خبريال ته د دغه خدمتی مرکز د کارکوونکيو دنده وروپېژندله او و يې ويل خدمتی کارکوونکی په دغه سيمه کې کارګرانو ته د نظر، ژوند او توليدي حالاتو د پلټنې، د قانونی مرستی، د استخدام لارښوونې او د کلتوری روزنې په شمول بېلا بېل خدمتونه برابروي.
د دغه خدمتی مرکز په مرسته، د پولي واټ سيمې د کارګرانو ټولنې حياتي ځواک پياوړی شوی دی. د دوو مياشتو په اوږدو کې د کارګرانو يو سل
او پنځه څلويښت نوی سازمانونه جوړ شوی او ديارلس زره نوی غړي يې منلي دی. د کارګرانو سازمانونو او تصديو تر منځ اړيکی هم ټينګی شوی، دواړو خواوو په ګډه د کارګرو لپاره د ساتېري رنګارنګ فعاليتونه ترتيب کړي دي.
د بېجينګ د موټر خدمت د يو محدود شرکت مشرې لي های لين وويل د پولي واټ د کاګرانو لپاره د دغه خدمتی مرکز له جوړېدو راهيسی په تصديو کې د مشرانو او کارکوونکيو تر منځ اړيکی ټينګی شوی او د کارکوونکيو رواني بڼه هم ښه شوی ده.
تر اوسه په بېجينګ کې د کارګرانو لپاره د دغه شان خدمتی مرکزونو شمېر يو سل او دوولسو ته رسيدلی دی. د بېجينګ د کارګرانو د عمومی ټولنې د مشر مرستيال ځنګ فان شين وويل د بېجينګ د کارګرانو عمومی ټولنې د دغو خدمتی مرکزونو له لارې کارګرانو ته خدمتی سيستم بشپړ کړی او د کارګرانو سازمانونو د خپرېدو اندازه هم پراخه شوی ده. په دې توګه د ټولنيزو توپيرونو د ليری کولو او د تصديو او کارکوونکيو تر منځ د شخړو د حل و فصل په برخو کې د کارګرانو ټولنې وړتياوې په بشپړه توګه کارول کېږی. دا د بېجينګ د هوسا ټولنې د ابادۍ لپاره يو ګټور کار دی.