<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-03 19:58:42    
د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د نوې دورې ملی کمېټې لومړۍ کلنۍ غونډه پيل شوه.

cri

د مارچ د درېيمې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ ښار له ولسی تالار نه بهر په پراخ ډګر کې زيات شمېر خلکو تګ راتګ کاوه. د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې څه دپاسه دوه زره تنه غړيو د دغه کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کمېټې په لومړې کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ولسی تالار ته ننوتل چې د چين د بېلا بېلو ټولنو هيلې او غوښتنې يې له ځان سره راوړي دي.

د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس چې خپله ملی کمېټه او څو ځايی کمېټې لري، د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او سياسی سلامشورې يو مهم ارګان دی. د اړوندو قاعدو له مخې، د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې ماموريت موده پنځه کاله ده او روان کال د نوې دورې ملی کمېټې پيل دی. نو ځکه نننۍ غونډه د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمې دورې ملی کمېټې لومړۍ کلنۍ غونډه ده. د ښاغليو هو جين تاو، وو بانګ ګوو، ون جيا باو او جيا چينګ لين په شمول د چين د کمونست ګوند او دولت مشرانو د دغې کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کمېټې مشر جيا چينګ لين د دغه کنفرانس د لسمې دورې ملی کمېټې د دايمی کميسون په استازيتوب ګډون والو غړيو ته يو

کاری راپور وړاندی کړ، په تېرو پنځو کلونو کې يې کارونه او تجربې راغونډې کړې او د کار په اړه يې د نوې دورې ملی کمېټې د دندو ټاکلو وړانديز وکړ. ده وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د لسمې دورې ملی کمېټې د هېواد د مهمو مسئلو په اړه د سياسی سلامشورې، ديموکراتيکې څارنې او نظارت او په سياسی چارو کې د ګډون په شمول خپلې دندې تر سره کړې او د سوسياليستی اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې د ابادۍ لپاره يې ارزښتناک خدمتونه تر سره کړي دي. نوموړي زياته کړه

موږ په وروستيو پنځو کلونو کې د يوولسم پنځه کلن پلان د جوړولو او تر سره کولو، د يوې سوسياليستی همغږې ټولنې او نويو سوسياليستی کليو د ابادۍ، د عمومی کنټروال د ښه والي او پياوړتيا، له اختراعاتو څخه د يو برخمن هېواد د جوړولو، د انرژۍ سپمولو او چاپېريال ساتلو، د اقتصادي جوړښت تنظيمولو او د پرمختيايی لارو د بدلولو په شمول د زياتو مهمو مسئلو په اړه زيات مهم او ارزښتناک وړانديزونه کړي دي.

هر کال د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملی کمېټې د کلنۍ غونډې په ترڅ کې ګډون وال غړي د هېواد د مهمو تګلارو او د پاملرنې وړ تودو مسئلو په اړه وړانديزونه کوي. ښاغلي جيا چينګ لين په خپل راپور کې دې ته اشاره وکړه چې د دغه کنفرانس د لسمې دورې د ملی کمېټې دايمی کميسيون د خپل ماموريت په موده کې نژدی درويشت زره وړانديزونه منلي چې په دغه جمله کې د ټولڼيزو معلوماتو او د وګړيو ژوند په اړه څه دپاسه شپږ زره او شپږ سوه وړانديزونه شامل دي.

د ګډون والو غړيو زيات وړانديزونه د حکومتی ارګانونو په اړوندو تګلارو کې کارول شوي دي. د کنفرانس غړي وانګ شي چې د شانګهای د ترافيک پوهنتون کې کار کوي، څو کاله مخکې د انرژۍ سپمولو په اړه وړانديز کړی. دغه وړانديز ته د پرمختګ او اصلاحاتو ملی کمېټې په درنه سترګه کتلی او تر اوسه په ډېرو اړوندو حکومتی تګلارو کې کارول شوی دی. ښاغلي وانګ شي په خوشحالۍ سره وويل

دولتی شورا په وروستيو څو کلونو کې د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو خپرېدو د کمښت په اړه يو لړ سندونه خپاره کړي او په دې اړه يې مشخصه موخه ټاکلې ده.

ښاغلي جيا چينګ لين د خپل راپور وړاندی کولو په ترڅ کې وويل چې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ملی کمېټه بايد يووالي او ديموکراسۍ ته په درنه سترګه وګوري، د سياسی چارو په اړه مثبته سلامشوره وکړي، د ديپلوماتيکې څارنې او نظارت ميکانيزم بشپړ کړي او په سياسی چارو کې د ګډون او بحث توان لوړ کړي. ده څرګنده کړه

موږ بايد د علمی او پرمختيايی نظريې له مخې د زياتو وګړيو د بنسټيزو ګټو په نظر کې نيولو سره د بېلا بېلو ګوندونو، ملی لږکيو، مذهبونو، طبقو او په کور دننه او بهر ټولو هېوادوالو ترمنځ اړيکې همغږې کړو.