<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-04 15:16:41    
د ختيځی اسيا د فوټبال اتلوالی د چيني ښځينه لوبډلې د توان ازموينه وه

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. هيله ده چې د دې پروګرام تر پايه پورې له ما سره پاتی شئ.

د ٢٠٠٨ کال په فبرورۍ کې د ختيځی اسيا د فوټبال په اتلوالی کې چې د چين په جنوب لويديځ چونګ چينګ او يونګ چوان ښارونو کې تر سره شوې ، د جاپان، کوريا جمهوريت، ديموکراتيکې کوريا او چين څلورو لوبډلو ګډون وکړ. د چين لوبډلې وغوښتل چې د بېجينګ له اولمپيک لوبو نه مخکې د دغه شان سياليو له لارې خپل توان وازمويی چې ور سره به پر له پسی پرمختګ ومومي.

د چين لوبډلې په ياده شوی اتلوالی کې د فبرورۍ په اتلسمه نېټه په لومړنی سيالی کې د دوو په مقابل کې په دريو د کوريا جمهوريت لوبډلې ته ماتی ورکړه. په دغه سيالی کې د چين لوبډلې په بنسټيزه توګه سيالي تر خپل کنترول لاندې درلوده، خو د ګولونو وهلو يو شمير غوره فرصتونه يې له لاسه ورکړل، نو لا زيات ګلونه يې ونه کړل. د چين د لوبډلې عمومی روزونکې ايليزابتی لويسل چې له فرانسی څخه چين ته راغلی ده، په سيالی کې د خپلو لوبغاړو ستاينه وکړه چې دغه برياليتوب په راتلونکيو لوبو کې د نورو برياليتوبو د ګټلو لپاره د چيني لوبډلې باور پياوړی کړی دی. دې وويل: 

زموږ فورواردانو يو شمير فرصتونه له لاسه ورکړل. خو دوی په سياليو کې ډېر کوښښ کړی دی. زموږ روزنې په بېلا بېلو پړاوونو ويشل کيږي. له معمول سره د

روزنې لومړی برخه د دفاع تاکتيک دی، له دې وروسته د وروسته يعنی دفاع کوونکيو او

مرکزي فورواردانو ترمنځ همکارۍ او په پای کې د شوت وهلو روزنه ده. موږ به خپل تاکتيکونه د بېجينګ له اولمپيک لوبو نه مخکې پلی کړو. نو زه پر خپلو لوبغاړو او روزونکې ډلې پوره باور لرم.

ايليزابتی لويسل د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د چين د فوټبال د ښځينه لوبډلې د عمومی روزونکې په توګه وګمارل شوه. دې ژمنه وکړه چې د روان کال په اګست کې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د يو مډال د تر لاسه کولو لپاره د چين له لوبډلې سره مرسته وکړي . خو په تېرو څو مياشتو کې يو شمير وګړي د دې د روزنې پر لارو چارو شکمن وو. نو ايليزابتي داسی روښانه: هيله من ده چې د دې د ټيم لوبغاړې لا زيات تاکتيکونه زده کړي او د دفاع توان يی پياوی شي. دې وويل:

زه هيله لرم چې زموږ لوبغاړی په لا زياتو تاکتيکونو پوه شی او په چابک ډول يې وکارولی شی. موږ په سياليو کې د پاس کولو او د ګول د وهلو په ساحو کې يو شمير مسئلې هم لرو. له نن نه د بېجينګ تر اولمپيک لوبو پورې شپږ مياشتې پاتې دي ، هيله من يو چې په راتلونکی روزنې کې د لوبغاړو دفاعی توان پياوړی شی.

د چين لوبغاړې جانګ نا څرګنده کړه:هغه به د دغو تاکتيکونو د زده کړې لپاره هڅې وکړي او په جدی توګه به د روزونکې لخوا ورزده کړای شوی تاکتيکونه پلی کړي.

اوس د چين د ښځينه لوبډلې لپاره د اولمپيک لوبو د تياری کليدي او حساس مهال رارسېدلی دی. دوی غواړي په بېلا بېلو سيالو کې خپلې نيمګړتياوې ومومي او ژر تر ژره يې حل کړي. عمومی روزونکې ايليزابتی هم هيله لري چې د يادی شوی اتلوالی له لارې د روزل شويو تاکتيکونو ازموينه ترسره کړي. په تيرو سيالو کې

ايليزابتی لومړنی برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ځکه چې د چين لوبډلې نه يوازی ښې پايلې تر لاسه کړي، بلکې تجربی يې هم راغونډې کړيدي . ايليزابتی څرګنده کړه چې د چين لوبډله به په راتلونکي وخت کې د بېلا بېلو سيالو له لارې نوره هم پخه شي.

د اولمپيک په تيرو دوريو لوبو کې د چين د ښځينه لوبډلې ډېره ښه پايله دا وه چې په ١٩٩٦ کال کې يې د اترلانتا په اولمپيک لوبو کې د سپينو زرو يو مډال تر لاسه کړ. که څه هم په وروستيو کلونو کې د چين د لوبډلې توان ټيټ شوی، خو ايليزابتی باور لري چې دغه ډله به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښه پايله تر لاسه کړي. دې وويل: زه بايد پردې ټينګار وکړم چې اوس د ښځينه فوټبال نړيواله سويه په چټکه توګه لوړيږي او ټولې لوبډلې د خپلې سويې د لوړولو لپاره کوښښ کوي چې دا د ښځينه فوټبال لوبې لپاره ښه حالت دی.

يو سل او شپيته ورځې وروسته به د بېجينګ اولمپيک لوبې پرانيستل شي. موږ هيله لرو چې د چين ښځينه لوبډله به د خپلو کوښښونو له لارې ښه پايله تر لاسه کړي.