<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-04 15:17:33    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به د خوراکي توکيو امنيت په ښه توګه تامين شي

cri

په تېرو څو کلونو کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د خوراکونو امنيتی مسئله تل د نړيوالې ټولنې د پام وړ موضوع وه. د فبرورۍ د يوويشتمې نېټې په سهار د بېجينګ حکومت او د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې اړوندو چارواکو په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې به د خوراکي توکيو امنيت په ښه توګه تامين شي.

په ٢٠٠١ کال کې د بېجينګ لخوا د اولمپيک د نهه ويشتمی دوری دوبنی لوبو د جوړونې حق له تر لاسه کولو راهيسي، د بېجينګ حکومت او د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې په جدې توګه د دغو لوبو برياليتوب لپاره تياري نيسي. د تياری په کارونو کې د خوراکونو امنيتی مسئله يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کېږي. له ٢٠٠٥ کال څخه د بېجينګ حکومت د اولمپيک لوبو د خوراکونو د امنيت د تامينولو تګلاره ټاکلې او پلی يی کړی ده. په تېرو دريو کلونو کې په بېجينګ کې د اړوند دايمی سيستم جوړ شوی دی. د بېجينګ د خوراکونو د امنيت ساتو دفتر وياندې تانګ يون هوا د فبرورۍ په يوويشتمه نېټه خبري رسنيو ته په بېجينګ کې د خوراکونو د امنيت د څارنې او کنترول سيستم د جوړولو او پلی کولو حالات بيان کړل. مېرمن تانګ يو هوا وويل: د بېجينګ بازار ته د خوراکونو د ننوتلو نظام ډېر جدی دی او د خوراکونو د امنيت د څارنې نظام يې له توليدولو نه تر پلورلو پورې په بېلا بېلو ساحو کې پلی کړی دی.

دغه راز د بېجينګ حکومت يو چارواکی دې ته اشاره وکړه اوس د مرکز د خوراکونو د امنيت هغه معيار چې اوس په بېجينګ کې پلی کېږي، د خوراکونو د امينت له نړيوال معيار څخه هم جدی دی. نو د بېجينګ د خوراکونو د امنيت د څارنې په اړه چارواکی بېلا بېلو لوبډلو او سيلانيانو ته بلنه ورکړه چې په بېجينګ کې چيني خوراکونه وخوري او په دې اړه انديښمنه ونه کړي.

د خبري رسنيو د خبر له مخې: څو ورځی مخکې د امريکا لوبډلو د بېجينګ د خوراکونو د امنيت په اړه انديښمنه څرګنده کړې وه او ويلي يې و چې دوی به د يو شمير خوراکونو په رانيولو سره د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د خدمتی څانګې مرستيالې شيانګ پينګ پردې خبره ټينګار وکړ چې د نړيوال دستور سره سم، بېلا بېلو لوبډلو ته دا اجازه نه شته چې د خوراکونو په راوړلو سره د اولمپيک کلی ته ننوځی.

دغه راز، مېرمن شيانګ پينګ د اولمپيک کلی نه پرته په نورو سيمو کې چې د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې تر کنترول لاندی نه دی، د دغه مسئلې د يادونې په وخت کې وويل: د بېلا بېلو هېوادونو ګمرکونو د خوراکونو د صاداراتو او وارداتو په اړه جدی تګلاره مقررات ټاکلي دي. نو هغه لوبډلې چې غواړي د خوراکونو په راوړلو سره بېجينګ ته راشي، دی ته پاملرنه وکړي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه هيله لري چې بېلا بېلې لوبډلې د خوراکونو په راوړلو سره په اولمپيک لوبو کې د ګډون په اړه له نظر څخه لاس واخلي او پر چيني خوراکونو باور کړي.