<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-04 19:32:56    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټيديومونو په اړه معلومات

cri

د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستلو ته له يو کال نه کم وخت پاتی دی. د دغو لوبو د مهمو تياريانو په توګه، د سټيديومونو جوړونه په عادي توګه روانه ده.

د بېجينګ اولمپيک لوبې اوه دېرش سټيديومونو ته اړتيا لري چې پکې نولس نوی، يوولس رغول شوي او اووه لنډمهال دی. د دغو سټيديومونو عمومی پانګې تقريبا دوه مليارډ شپږ سوه او اويا مليون امريکايی ډالرو ته رسيږی. د چين حکومت د دغو سټيديومونو جوړونې ته په درنه سترګه ګوري چې د طرح او جوړونې په ترڅ کې يې چينی او بهرنی لومړی سويه لرونکی ډلې کارول شوی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو عمده سټيديوم يعنی دولتي سټيديوم چې پکې به پرانيستونکی او د پای مراسم تر سره شي، په خپلې ځانګړې بڼې سره د مرغانو ځالې په توګه بلل کېږی. د دغه سټيديوم جوړونه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر په پای کې د بېجينګ په شمال کې د اولمپيک په باغ کې پيل شوه. اوس د دغه سټيديوم د جوړونې کار اساساً بشپړ شوی دي. د دغې پروژې د عمومي انجنير مرستيال لي جيو لين وويل له نوی تکنولوژۍ، موادو او مقرراتو څخه استفاده د دغې سټيديوم د جوړونې يوه لويه ځانګړتيا ده. هغه وويل

د دغه سټيديوم جوړونه ځانګړې ده چې ډېره نوې تکنولوژي پکې کارول کېږی، نو په ترڅ کې يې يو شمېر تخنيکی ستونزې هم رامنځته شوی چې پخوانی

تجربی اوس ندی موجودې. بله خوا دغه ځانګړی طرح له اوسنی چوکاټ سره توپير کوي، نو په ډېرو برخو کې ريښتنی مقررات نه پيدا کيږی.

نو د مرغانو ځالې په نامه د سټيديوم د جوړونې په ترڅ کې په پر له پسی توګه د ستونزو د حل و فصل بهير هم . ليدل کېږی چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستلو سره به دغه سټيديوم د ليدو وړ يو ټکی وګرځي.

د پلان له مخې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټيديومونو جوړونه په بشپړه توګه له سپورت، کلتور، نندارتون، سوداګرۍ، سيلانۍ، روغتيا ساتنې او ساعتېرۍ سره تړل کېږی چې د ټولنيزو او اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره تياريانې ونيسی. د بېلګې په توګه، د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته به دولتي سټيديوم د بېجينګ د ګو ان فوټبال کلب کور او د سوداګرۍ، روغتيا ساتنې او ساعتېرۍ يو مرکز وګرځي. د دولتي سټيديوم د محدود شرکت د مشر مرستيال جانګ هنګ لي په دې هکله وويل

له اولمپيک لوبو وروسته به موږ ګام په ګام يو شمېر سوداګريز تاسيسات او فعاليتونه طرح کړو چې په بشپړه توګه له دغه سټيديوم څخه د بيا استفادې چوکاټ جوړ کړو.

له دولتي سټيديوم سره په نژدی سيمه کې د لامبو وهلو دولتي مرکز دی چې د اوبو مکعب نومېږی. په دغه لوبغالی کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو او ټوپ وهلو په شمول يو شمېر پروګرامونه تر سره شي. دغه سټيديوم د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې لخوا ټاکل شوی يوازنی سټيديوم دی چې د هانکانګ، تايوان، مکاو او په بهرنيو هېوادونو کې د چينايانو اوسېدونکو لخوا پانګونې پکې شوي دي.

د دغه لوبغالی جوړونکې وانګ مين وويل

دغه شان يو سټيديوم زموږ دايمی هيله ده او د اوږد وخت له کوششونو وروسته مو دغه ځانګړې بڼه غوره کړی ده.

د طرح او جوړونې په برخو کې پر ځانګړتياوو سربيره، د بېجينګ د اولمپيک لوبو له سټيديومونو څخه د شنه اولمپيک او علمي اولمپيک نظريې هم څرګندېږی. د چينګ داو د اولمپيک د بيړۍ چلولو مرکز يې يوه ښه بېلګه ده. دغه مرکز د چينګ داو ښار د فو شان غر د خليج پر غاړه پروت دی او پراخوالی يې پنځه څلويښت هکتارو ته رسيږی. کله چې په دغه مرکز کې قدم ووهئ، تاسی به احساس کړئ چې د شنه اولمپيک نظريې د دغه مرکز هرې برخې ته ننوتلی دی.

پوښتنې:

١.د بېجينګ اولمپيک لوبې څومره لوبغاليو ته اړتيا لري؟

٢. د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانستونکی او د پای مراسم به په دولتي سټيديوم کې تر سره شي. د دغه سټيديوم نوم څه دی؟