<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-04 19:39:29    
د چينهای ولايت د کرنې او مالدارۍ چارې د علومو او ساينس په أتکا سره د ځانګړی پرمختګ په لور روانې دي

cri

د چين د شمال لويديځ د چينګهای ولايت د چينګهای او تبت په لوړه کې پروت دی او څه د پاسه دری مليون بزګران او مالداران پکې ژوند کوي.زمونږ خبريال وانګ هوا يوو په وروستيو ورځو کې له چينګهای ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې وليدل چی د چينګهای ولايت د علمی تکنالوژۍ په ملاتړ له سيمه ايز حالت سره سم د کرنې او مالداری ځانګړيو چارو ته پرمختګ ور کړی چې د بزګرانو او مالدارانو د ژوند سويه يې لوړه شوې ده.تېر کال په چينګهای ولايت کې د بزګرانو او مالدارانو د هر تن په سر عايدات ٢٦٣٠ يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ١١ اعشاريه ٥ زيات شوي دي.

د چينګهای ولايت په لوړه کې پروت دی او هوايې سړه ده، نو د کرنيز پرمختګ لپاره شرطونه ښه نه دی.په پسرلۍ او ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولايت کې د زياتو ځمکو د کارولو اندازه ټيټه وي چې په ژمي کې د خوړو برابرولو اندازه د کمښت په حال کی وه او په خپله د سبو د برابرولو انډول يې يوازی په سلو کې پنځوس ته رسيدلی و. د چينګهای ولايت د کرنې او مالدارۍ ادارې مشر هو ژوی نينګ وويل په وروستيو کلونو کې د دغې مسئلې د حل لپاره د چينګهای ولايت د کرنې پرمختګ لپاره کوشش کړی دی. زمونږ ولايت د شنو خونو يا ګرين هاوس د أبادۍ له لاری په ژمۍ کې د سبو برابرولو اندازه لوړه کړې چې دا د شيانو د بيو د ټيټولو او د ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره ښه رول لوبوي.

د چينهای ولايت اړوندې څانګې د فنی توان د لوړولو په برخه کې بزګرانو او مالدارانو ته روزنه ور کړې ده. په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کالونو کې دغه ولايت په ٢٨٠ علاقه داريو او ښارګوټيو کې د بزګرانو او مالدرانو په مقابل کې د عملی روزنې پلان پلی کړې چې محتوياتو يی د کرهڼيزو توکيو له کرکيلۍ او روزلو، چمتو کولو او پلورلو سره تړاو درلود. له دغې روزنې وروسته زيات داسی ماهرږګران اومالداران روزل شوي چې په تکنالوژۍ کې لوی لاس لري او د علومو او ساينس په ملاتړ سره د توليدي پرمختګ لپاره د بزګرانو او مالدارانو غوښتنې ځواکمن شوی دی

د مالدارۍ چاری د چينګهای ولايت له عمده چارو څخه ګڼل کيږي او د دغه ولايت په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. د چينګهای ولايت د کرنې او مالداری څانګې مشر چن يان وويل په وروستيو کلونو کې دغه ولايت د ښتو د ايکولويکی چاپيريال د أبادۍ، د حيواناتو د سترو ناروغيو د مخنيوی او د مالداری د توليدی ضمانت سيستم د أبادۍ لپاره کوشش کړی دی چې ورسره د مالدارۍ چارو پرمختګ کړی دی.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ څانګې د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٧ کال کې د غوښو او شيدو توليدی اندازه د وړم کال په پرتله زياته شوې ده. د چينګهای ولايت يو چارواکی وويل د چينګهای ولايت به له نن څخه د علمی ميتودونو په ملاتړفنی روزنه پياوړې کړې چې د کرنې او مالدارۍ د ځانګړيو چارو د پرمختګ له لاری د بزګرانو او مالدارانو عايدات لا نور هم زيات شی.