د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په ختيځ پنجاب ولايت په مرکز لاهور کې د مارچ په څلورمه نېټه يوه ځانمرګې بمی چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او څو تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان د ځايی خبری رسنيو په وينا، دغه ځانمرګی بمی چاودنه د لاهور په سمندری پوځی پوهنځی کې وشوه. له چاودنې وروسته د دغه هېواد پوليسو سمدلاسه د پېښې ځای ته غځېدلې لارې وتړلې بنديز لګولی او ټپيان شوي کسان يې نژدي روغتونو ته ولېږدول.