<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-04 20:43:09    
د چين د ملی ولسی کانګرس کلنۍ غونډه پيل کېږي

cri

د چين د ملی ولسی کانګرس کلنۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د دغې غونډې وياند ښاغلی جيانګ ان جو د مارچ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې وويل د دغې غونډې د تيارۍ په اړه بېلا بېل کارونه بشپړ شوي دي.

د چين د نوی دورې ملی ولسی کانګرس دری زره استازي د روانې مياشتې په درېيمه نېټه بېجينګ ته ورسېدل. ښاغلی جيانګ ان جو په څلورمه نېټه په يوه خبري غونډه کې وويل دغه غونډه به د مارچ د پنځمې نېټې په سهار پرانيستل شي او د اته لسمې نېټې په سهار به پای ته ورسېږي. تر اوسه د دغې غونډې په اړه ټول کارونه چمتو شوي دي.

د چين ملی ولسی کانګرس په هېواد کې يو لوړ پوړي دولتی واکمن ارګان دی. د أساسی قانون سمول او د دغه قانون د پلی کولو څارل، د يو لړ مهمو قوانينو جوړول او سمول،د حکومت، خلکو محاکمې او څارنوالۍ ادارې څارل، د دولت د مهمو مسئلو په اړه پريکړه کول او د هېواد د مشرانو ټاکل د ياد شوی کانګرس مهمې دندې دي.

د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټه د دغې غونډې په استازيتوب د کال په اوږدو کې د دولت تر ټولو لوړ واکمن اجراييوي ارګان دی. د دغه کانګرس استازي په ديموکراتيکه توګه د چين له بېلا بېلو سيمو، ساحو او قومونو څخه ټاکل کېږي او ماموريت به يې پنځه کاله دوام وکړي. له اړوندو قوانينو سره سم د بحث وړ پلانونو وړاندی کول د دغو استازيو يو مهم کار او حق دی.

جيانګ ان جو د چين د دولتي شورا د اصلاحاتو په هکله وويل دغه اصلاحات به د حکومتي دندو د بدلولو په اړه تر سره شي. د ادارې سيستم به له دغو اصلاحاتو وروسته په ښه ډول په اوسنيو حالاتو کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ اړتياوې پوړه کړي.

وياند جيانګ ان جو په يو نيم ساعته خبري غونډه کې د لسو چيني او بهرنيو خبريالانو شل پوښتنو ته ځواب ورکړ او مطالبو يې د چين د ديموکراتيکې او سياسي أبادۍ، دولتي شورا د اصلاحاتو او ياد شوی کانګرس د رول په ګډون له بېلا بېلو ساحو سره تړاو درلود.

کورنيو او بهرنيو خبريالانو سږنۍ غونډې ته ډېره پاملرنه کړې او د غونډې بهير د خبر پوښتنې لپاره د ثبت شويو خبريالانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر زيات شوی دی. د خبر له مخې، پر چيني خبري سرنيو سر بېره، د نورو څلويښت هېوادونو د دوه سوه او پنځه ويشت خبري رسنيو زر تنه خبريالانو هم خپل نومونه ثبت کړي دي. په چين کې د امريکا د عامې راډيو يو خبريال کونګ أن وويل د دغه کانګرس يو لړ ډله ايزې غونډې په وروستيو کلونو کې د نورو هېوادونو خبريالانو پر مخ پرانيستل شوي دي. مونږ په ډېرو زياتو غونډو کې ګډون کولای شو چې دا زمونږ لپاره له بېلا بېلو استازيو سره د تماس نيولو يو ښه فرصت دی.

د روسيې د معلوماتو او ټلګرافی اېجنسۍ يو خبريال سولوفجيف وويل دغې غونډې موږ ته ترانسپورټي اسانتياوې هم برابرې کړې دي چې له مخې يې موږ د ځانګړو بسونو له لارې کولی شو په مستقيمه توګه د غونډې ځای او هوټلونو ترمنځ تګ راتګ وکړو.

د خبر له مخې، سږ کال خبريالان کولای شي چې د انټرنېټ له لارې له استازيو سره د مرکې په اړه خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي. د دغه کانګرس خبري مرکز کورنيو او دغه راز نورو هېوادونو خبريالانو ته هم له معلوماتو څخه د ګډو ګټو اخيستلو په اړه خدمتونه برابر کړي دي.