د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ملی ولسی کانګرس کلنۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه سهار په بيجينګ کې تر سره شي چې دا د ملی ولسی کانګرس د نوې دورې لومړۍ کلنۍ غونډه ده.
د خبر له مخې د نوې دورې د ملی ولسی کانګرس د استايزيو شمېر دوه زره او نهه سوه او اووه اتيا تنو ته رسېږي. استازي به د ديارلس نيمو ورځو په غونډو کې د دولت ، د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې، د ستری محکمې او د لويې څارنوالۍ څانګې د کاري راپورونو او د دولتی شورا د څانګو د اصلاحاتو لايحو په هکله څارنې وکړي. برسيره پر دې دوی به په غونډه کې د نوې دورې د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی مشراو مرستيال، سرمنشی، غړي، د دولت رئيس او مرستيال، د صدراعظم او مرستيال، د دولتی شورا غړي، بېلا بېل وزيران، د بېلا بېلو کميټو منشيان، د چين د ولسی بانک مشر، څارنوال، سرمنشی، د مرکزی کميټی پوځی مشر او مرستيال او غړي او دغه راز د سترې محکمی او څارنوالی څانګې مشران وټاکي. د غونډې په موده کې به مطبوعاتي غونډې تر سره شي چې د دولتی شورا د اړوندو څانګو چارواکي به د چين د ديپلوماتيکو چارو، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د عمومی کنترول، د چاپيريال او انرژۍ، د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو ايستلو اندازې د کموالي، د استخدام او د ټولنيز ضمانت په شمول د ځينو مسئلو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.