د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان د خلکو ګوند، د مسلم ليګ ګوندد ن ډلې او د خلکو د قومی ګوند په ګډون د يو شمير ګوندونو مشرانو د مارچ په څلورمه نېټه ماښام په پلازمينه اسلام اباد کې په يوه غونډه کې پريکړه وکړه چې د نوی پارلمان په لومړی غونډه کې پر ولسمشر پرويز مشرف باندی د باور رايګری تر سره کړي.
دغه راز دغې غونډې له م م څخه غوښتنه وکړه چې يو ځل بيا د پخواني صدراعظمې او د خلکو ګوند مشرې بنظير بوټو د وژنې پېښی تحقيقات وکړي. بر سيره پردې دغې غونډې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه هم وکړه چې د پخوانی مشر زولفيکار الی بهوتو د وژلو له امله خلکو ته بخښنه وکړي.