<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-05 20:30:26    
د چين او هند ترمنځ په دوستانه ودانی کې د يوې هندي کورنۍ نېکمرغه ژوند

cri

د چين د ساحلی ښارونو چارو د بدلون په بهير کې اوس د جنوب جيانګ شی ولايت په نان چانګ ښار کې د کورنيو او بهرنيو پانګه اچونکو د راجلبولو لپاره په پر له پسی توګه د پانګونی چاپيريال ښه شوی دی٠په تېره بيا په ٢٠٠٦ کال کې د امريکا د اوونيزې خبري مجلې له خوا د ګردی کری د يو أباد ښار په توګه تر ټاکلو وروسته نان چانګ ښار لازيات بهرنيان راجلب کړی چې هلته يا زده کوی، يا سوداګری او يا هم کار کوی٠ ښاغلی ګوپالکريشنا کولکرنی له هند څخه دغه ښار ته راغلی او اوس له خپلی کورنۍ سره د نان چانګ د چيان شی يوان په نامه د استوګنی سيمی په يو ودانی کې اوسيږي چې د چين او هند ترمنځ د دوستی ودانۍ نومېږي٠ د ژوند په چين کې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغی کورنۍ نېکمرغه ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو٠

د استوګنی په دغه سيمه کې يوه ځانګړې ودانۍ شته چې ٨ تنه هندي کورنۍ پکې ژوند کوی، دوی ټول د چين د مهيندرا ټراکټور شرکت لوړپوړی چارواکي دي ، نو دغه ودانۍ د چين او هند ترمنځ د دوستی ودانی په توګه ټاکل شوی ده٠ ٣٨ کلن ګوپالکريشنا کولکارنی په ٢٠٠٥ کال کې د هند له لومړی لوی ښار ممبی څخه نان چانګ ته راغلی دی٠ نان چانګ د بېجينګ او شانګهای په پرتله دومره سمسور نه دی ، خو ځانګړی جادو لری٠

که څه هم نان چانګ د بېجينګ او شانګهای په پرتله ډېر لوی نه دی، خو د ژوند لپاره يو مناسب ځای دی٠ ځکه دلته زه لازيات وخت لرم چې له خپلی کورنۍ سره پکې ملګرتيا کوم٠

په ٢٠٠٦ کال کې ګوپالکريشنا کولکرنی خپله ماينه او زوی نان چانګ ته راوستل او هلته يې د کورنی نوی ژوند پيل کړ٠ په همدی کال کې په نان چانګ کې لومړی ځل د چيني او انګليسي ژبی نقشه خپره شوه چې په ښار کې د تصديو ، پوهنتونونو او د سړکونو نومونه ټول په انګليسي ژبی ليکل شوي دي٠

د ګوپالکريشنا کولکرنی ماينه چيني نوم لی يوه دی او د نان چانګ په يو بريتانوی شرکت کې کار کوی ، دا هره اوونی له ګوپالکريسهنا کولکارنی سره يو ځای د نان چانګ په پوهنتون کې د چيني ژبی زده کړه کوی٠

نان چانګ يو ښه ځای دی چې دلته له ونو او وښو څخه ډکو ځمکو پراخوالی زيات دی او د اوسيدو لپاره يو ډېر مناسب ځای دی٠ په بازار کې سابه اخلم او موږ په عمومی ډول په خپل کور کې ډوډۍ پخوو٠ زه په چيني ژبه يو څه پوهېږم ، نو د خبرو په تبادله کې ډېره ستونزه نه لرم٠

ګوپالکريسهنه کولکرنی د شرکت يو مشر دی ، چارواکی شو يون کون د تليفون له لاری زموږ خبريال ته وويل دده لپاره دا يو د يادونی وړ وخت دی چې له ګوپالکريشنه کولکرنی سره يو ځای کار کوی٠ د خپل شرکت د يادونی په وخت کې ګوپالکريشنه کولکرنی هم ډېر وياړي٠ دی وايي:

هنديان او چينايان ډېر سره ورته دي ځکه چې په دواړو هند او چين کې د وګړيو شمېر زيات دی ، هند لرغونی تاريخ لری او چين هم ٠ چين او هند دواړه لوی کرنيز هېوادونه دي٠ هيڅ شک نه شته چې د مهيندرا ټراکټور شرکت به په چين کې برياليتوبونه تر لاسه کړي٠

د ګوپالکريشنه کولکرنی زوی اوس يوولس کلن دی او د چيني ګونګ فو د يو مشهور لوبغاړی په شان لی شياو لونګ نومېږي ٠ چين ته له رارسيدو مخکې يې په هند کې د ٥ کلونو په اوږدو کې د ګونګ فو زده کړه وکړه او دغه نوم يې د ښوونکی له خوا ورکړل شو٠ اوس لی شياو لونګ د نان چانګ په يو ښووځی کې زده کړی کوی چې د چيني او انګليزې ژبو ښوونه پکې کېږي٠ دی هره ورځ د خپلی رخصتی په وخت کې له خپل ملګری سره لوبی کوی او د ګونګ فو د زده کړې مخه يې نه ده ډب شوی٠ له يو کال زده کړې وروسته اوس ساده چيني ژبه ويلی شی او له نورو زده کوونکو سره پرې اړيکی لري ٠ ده وويل

دلته وګړي دوستانه رويه لري، د دوی د مرستی له امله اوس څه نا څه ساده چيني ژبه ويلی شم او دلته زيات شمېر چيني دوستان هم لرم٠

د ګوپالکريسهنا کولکرنی کورنی د چين او هند ترمنځ په دوستانه ودانۍ کې ژوند ډېر نېکمرغه دی او هم يی په چين کې ژوند د ډېری يادلرنی وړ دی٠