<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-05 18:29:11    
د چين د ٌ توجيا ٌ قوم په باب څه معلومات

cri

د ٌ توجيا ٌ قوم د جنوبی چين د هونان، هوبۍ، سچوان او ګوۍ جيو ولايتونو د تقاطع په سيمه کښی ژوند کوی چه نفوس يی څه دپاسه پنځه مليونه اووه لکه تنه دی٠ دا قوم لرغونی تاريخ لری چه څه دپاسه دوه زره کاله دمخه د دی قوم اسلاف د هو نان او هوبۍ دوو ولايتونو په لويديځه سيمه کښی اوسيدل٠ د ٌ توجيا ٌ قوم خپله ژبه لری، خو ليک دود نه لری او له اوږدی مودې راهيسی د چين د ملی ژبې له ليک دود څخه استفاده کوی٠ د ٌ تو جيا ٌ قوم خلک عمومأ د خپلو اسلافو پرستيش کوی او د تاويستی دين هم د دوی پر ژوند باندی اغيزه لری٠

په ځينو ګوښه غرنيو سيمو کښی د ٌ توجيا ٌ قوم خلک لا هم خپل لرغونی قومی دودونه ساتی، مثلأ ښځی ويښتان چونټی کوی، څادرونه يا لوپتی په سروی، کميسونه يی پراخ لستوڼی لری او د سپينو زرو بنګړی په لاسونو کوی او پايزيبونه هم تری جوړوی٠

کله چه اخترونه رارسيږی، د ٌ تو جيا ٌ قوم خلک د سريښناکو وريجو څخه ککوړی جوړوی چه دوی لومړی غټی وريجی مينځی او د دوو ورځو دپاره يی په اوبو کښی خيشتوی،، بيا وروسته دغه وريجی په بخار پخوی او په څوباړو يی وهی تر څو چه خټه شی او بيا تری ککوړی جوړکړی٠ دغه ککوړی بيا په اوبو کښی خيشتوی او هره دوه اونی وروسته يی يو ځل اوبه بدلوی٠ دغه ککوړی چه په تنور کښی پاخه شی، خوند يی نور هم زياتيږی٠

د وريښمينو ټوکرانو اودل د ٌ توجيا ٌ قوم يو لرغونی صنعت دی٠ د دی قوم نجونی عمومأ له دولس کلنۍ څخه د وريښمينو ټوکرانو د اودلو زده کړه کوی او د وريښمينو ټوکرانو د اودلو په برخه کښی د يوې نجلۍ مهارت د هغې د عقل نښه ده٠

د ٌ توجيا قوم ٌ خلک له سندرو ويلو او نڅا کولو سره ډيره مينه لری٠ د لاسونو ښورولو نڅا د دی قوم ولسی کلتوری فعاليت دی چه د نيکمرغی د غوښتلو دپاره سرته رسيږی٠ دغه نڅا عمومأ د لويو اخترونو د نمانځنې په وخت کښی اجرا کيږی او سوونه او زرګونه خلک پکښی ګډون کوی٠

د ٌ توجيا ٌ نجونې نه يوازی له سندرو ويلو سره مينه لری، بلکه د خپل واده په ورځ دومره ژاړی چه نور خلک هم ژړوی٠ که څه هم واده نيکمرغی ده، خو د نجونو دپاره له مور او پلار څخه جلا کيدل خواشينی هم ده، نو د ٌ توجيا ٌ نجونې د واده نه مخکښی د دی خواشينۍ په اثر ژاړی چه دا عادی کار دی، خو د دی قوم د خلکو په عنعنوی نظر کښی د واده نه دمخه د يوې نجلۍ ژړا د هغې د اخلاقو او حيا معيار ګڼل کيږی٠ که يوه نجلۍ د واده نه مخکښی و نه ژاړی، نو کليوالان هغې ته په سپکه سترګه ګوری٠ که د يوې نجلۍ د واده ورځ ټاکله شوی وی، تر دې ورځې پوری هر ماښام او هر سهار ژاړی٠

نن سبا د ٌ توجيا ٌ قوم هلکان او نجونې عمومأ د قومی سندرو ويلو له لاری يو بل ته مينه او عشق څرګندوی٠ د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د هر کال په لومړی مياشت کښی د لاسونو ښورولو د نڅا نه وروسته لويان او ماشومان د نڅا له ميدان څخه وځی او هلکان او نجونې ځای پر ځای پاتی کيږی٠ دوی د سندرو ويلو او نڅا کولو په ترڅ کښی خپل معشوق او معشوقه پيداکوی او وروسته د ژورې مينې پر اساس ورسره واده کوی٠