<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-05 18:38:39    
تاسی په دې هکله پوهيږئ؟ ( د نړۍ لس لوي بندرونه)

cri

د نړۍ لس لوي بندرونه :د نړۍ لس لوي بندرونه په دوو برخو يعنی د مالونويا کانتينرونو د ليږد راليږد اندازې له پلوه ويشل کيږي . د مالونو د وړلوراوړلو پروسږني اندازې له مخې د شانګهاي بندر چې وړم کال څلور سوه او اويا مليون ټنو په ظرفيت مالونه پکې ليږدول شوي ، لومړی ځای او ورپسې د سينګاپور بندر چې د څلور سوه او اوه څلويښت ټنو په ظرفيت مالونه پکې وړل راوړل شوي ، دوهم مقام ونيوه، د چين د نين بو جو شان بندر ، لوتدام ، ګوانګ جو، تيان جين ، جنوبي لويس انان ، د چين هانکانګ او چينګ داو بندرونه له درېيم څخه تر لسم پوري لوي بندرونه وبلل شول . له دغو بندرونو نه وروسته د کوريا جمهوريت د پوشان بندر د وروستي لوي بندر چينګ داو په پرتله يوازی پنځه مليونه ټنه کم شويدي. د يادونې وړ خبره دا ده چې له دغو لسو لويو بندرونو څخه پنځه بندرونه چيني بندرونه وو او د مالونو د ليږدراليږد اندازې يې د همدې کال د عمومي اندازې په سلو کې دوه پنځوس اعشاريه درې برخه نيولې. که د کانتينرونو د نقلولو اندازې له نظره د نړۍ لومړی لوی بندر د سينګاپور بندر دی چې څلورويشت مليون او اته لکه کنتينرونه وړل راوړل شوي ، ورپسې د چين د هانکانګ ، شانګهاي او شن جن ، د کوريا جمهوريت د پوشان ، د چين د تايوان ګاو شيون ، د لوتدام ، دوبی، هانبورګ او لوسانجلس بندرونه له دوهم څخه تر لسم پوري وګڼل شول چې له دغو بندرونو څخه يوازی د هانکانګ او شانګهاي بندرونه وشميرل شول .

انسان په خالص اکسيجن کې ژوند کولی شی ؟ هان د تيرې پيړۍ په نيمايی کې

عالمانو وموندل چې که ژوي خالص اکسيجن تنفس کړي، مسموم به شی. انسان به

هم همداسی وي. که انسان له خالص اکسيجن څخه په ډک چاپيريال کې چې د هوا فشار يې له نيمې برخې څخه زيات وی ،ژوند وکړي ، د ټولو سلولونو لپاره به د مسموميت حيثيت ولری.

په بله ژبه که انسان په خالص اکسيجن کې يوازی څلورويشت ساعته پاتی شی چې په پايله کې به د سږي ناروغۍ ورته رامنځته کيږي او په پاي کې د تنفس کمزورتيا له امله مري. انسان په هغه چاپيريال کې چې اکسيجن يې ډير غنی وی ، په څو دقيقو کې د ماغزي سلولو د خرابوالي له امله ژر مري.

أيا ژوی په هنداره کې ځان پيژنی ؟ يوه علمي ازموينې ښوولې چې د يو بيزو پر مخ د بی هوښې په حال کې دوه درې سره رنګ داغونه ووهل شول ، خو د ويښېدو وروسته دغه ميمون په هنداره کې ځان وپيژانده او د داغونو په ليري کولو يې پيل وکړ. د دغې ازموينې پايله دا ده چې بيزو په ائينه کې ځان پيژنی. خو نورو زياتو أزموينو دا ثابته کړې چې نور ژوي مثلا پيشو ، سپی ، فيل ، مرغه او نور شل ډولونه بيزوګان په ائينه کې ځانونه نه شی پيژندلی.که څه هم بيزو په ائينه کې ځان نشی پيژندلی ، خو هغه خدمتګار پيژنی چې خوراک ورکوی او دده پنجره پاکوی.مرغان په هنداره کې ځانونه د خپلو ملګرو په توګه ګڼي.د مرغه پيژندونکود شميرنې له مخې اوس په نړۍ کې اته زره ډولونه مرغان شته او ددوی د الوتنې لوړوالی ددوی د ليدو له ځواک سره نژدی تړاو لری . مرغان عمومأ له څلور سوه مترو څخه په ټيټه هوا کې الوزي او يوازی بازان او ګوربتان د دري زره مترو په لوړوالي الوزي . خو يو ډول مرغه چې د

ألپ په غرنی سيمه کې ژوند کوی ، له درې زره او پنځه سوه څخه تر څلور زره مترو پورې په لوړه هوا کې الوزي . يوازی زاڼې چې د د هيمالايا له غرونو څخه تيرېدای شی ، د نهه زره مترو په جګه هوا کې په ازاده توګه الوزي ځکه چې د هيمالايا تر ټولو لوړه څوکه له سمندري سطحې څخه اته زره او اته سوه او دوه څلويښت متره لوړه ده .

په مريخ کې ستا د بدن وزن څومره دی ؟ د يو تن د بدن وزن د ځمکې د جاذبې قوې لمخې ټاکل کېږي.کله چې ته پورته کيږی ، ژر بيرته ځمکې ته لوېږي چې ځمکې ته د لوېدو قوه د ځمکې جاذبه قوه ده . هرڅومره چې د يوه ستوري جاذبه قوه لوړېږي ، ستا د بدن وزن درنديږي. مريخ يوازی له ځمکې څخه نيمه برخه کوچنی دی ، که په ځمکه کې ستا د بدن وزن سل پونده وی ، نو په مريخ کې به يوازی ديرش پونده وزن ولری ، په پلوتوکې اوه ، په سپوږمۍ کی اوولس ، په عطارد کې اته ديرش ، په اورانوس کې نوي ، په زهره کې يو نوي ، په کيوان کې يو سل او اوه ، په نپتون کې يو سل او څوارلس ، په مشتري کې دوه سوه او يو پنځوس او په لمر کې به دوه زره اوه سوه او پنځه نوي پونده وزن ولرئ.