<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-05 18:44:14    
د شان تانګ په نامه په کليوالو سيمو کې د پاتی شويو ماشومانو مرکزی ښوونځی

cri

نن ورځ د نژدی شل مليون کليوالو ماشومانو پلرونه او ميندۍ په ښارونو کې کار کوي، نو د دوی دغه ماشومان د مجبوريت له مخې له نورو خپلوانو يا هم په خپله ژوند کوي. له خپلو پلرونو او ميندو د پاتی شويو کليوالو ماشومانو د زده کړې او روزنې مسئله د چين د ښوونيزو چارو څانګې لپاره يوه ډېره مهمه دنده ګرځېدلې ده. د چين د منځنۍ برخې په ان هوی ولايت کې د شان تانګ په نامه يو داسی مرکزی ښوونځی شته چې زيات شمېر پاتی شوي کليوال ماشومان په کې زده کړه او ژوند کوي. د دغه ښوونځي مشر ښاغلي جو چانګ بين زموږ خبريال ته وويل چې په ٢٠٠٤ کال کې به زما يو زده کوونکی هميشه ناوخته و او د زده کړې نتيجه يې په پر له پسی توګه ټيټې ده. موږ له پلټنې وروسته په دې پوه شوو چې د ده پلار او مور د کار موندلو لپاره لويو ښارونو ته تللي او نيکه او انا يې ده ته ډېره پاملرنه نه ده کړې. په هغه وخت کې د دغه ښوونځي د زده کوونکو زياتره پلرونه او ميندې د کار موندلو لپاره له خپلو کورونو څخه خوځېدلی او دغه زده کوونکي په کورونو کې پاتی شوي دي. په داسی حال کې د شان تانګ په نامه د مرکزی ښوونځي چارواکيو پرېکړه وکړه چې د زياتو پاتی شويو ماشومانو د ښې روزنې او زده کړې لپاره کوښښ وکړي. دغه راز په ٢٠٠٥ کال کې د پاتی شويو ماشومانو لپاره د يوې ليلې په جوړولو پيل وشو چې له مخې يې اوس زده کوونکي په دغه ښوونځي کې نه

يوازی زده کړه، بلکې ژوند هم کولی شي. ښاغلي جو وويل چې موږ زيات اړوند سامان ألات اخيستي، د ښوونکو کورونه د زده کوونکو په ليليو او ځينې ټولګي د زده کوونکو په خوړنځايونو بدل شوي دي. موږ د جامو پاکولو لپاره له زده کوونکو سره د مرستې، له زده کوونکو سره يو ځای د خوب کولو او د دوی ذهني روغتيا ته د پاملرنې لپاره پنځه ښځينه ښوونکې ګمارلي. دغه پنځه ښوونکي د زده کوونکو د ميندو په شان دوی ته پاملرنه کوي. بر سيره پر دې، په دغه ښوونځي کې يو ځانګړی اشپز هم شته چې هره ورځ په ځانګړي توګه د زده کوونکو لپاره خوندور او مغذی خوراکونه چمتو کوي.

څو کلونه مخکې د سپين ږيري وانګ زامن او لورانې لويو ښارونو ته تللي او د دوی ماشومان اوس له سپين ږيري وانګ سره يو ځای ژوند کوي. نوموړي څو ځله له دغه ښوونځي څخه له ليدنې کتنې وروسته پرېکړه وکړه چې خپل څلور لمسيان د شان تانګ په مرکزی ښوونځي کې د زده کړې شامل کړي.

سره له دې ښاغلي جو او نور ښوونکي په دې اړه انديښنه لري چې په راتلونکي کې اوسني شرايط د زده کوونکو د زياتېدو په حال کې د دوی اړتيا نه شی پوره کولی. دغه راز د دغې سيمې د ښوونيزو چارو ادارې مشر وويل د حکومت اړوندې څانګې په دغه ښوونځي کې د اړوندو تاسيساتو د جوړولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. اوس په دغه ښوونځی کې د زده کوونکو لپاره يو نوی خوړنځای، ډګر او د اوسېدو يوه ودانۍ د جوړېدو په حال کې ده. په همدې وخت کې په دغه ښوونځي کې د زده کوونکو شمېر له شلو څخه دېرش تنو ته رسېدلی دی.