<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-03-05 19:07:55    
د چين حکومت د عامو وګړيو له خوا د پرمختيايی برياليتوبونو شريکولو ضمانت کوي.

cri

ګرانو اورېدونکو، د چين صدر اعظم ون جيا باو د مارچ په پنځمه نېټه د نوې دورې ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې په لومړۍ کلنۍ غونډه کې د اوسني حکومت په استازيتوب يو کاری راپور خپور کړ چې د ماموريت موده به يې ژر پای ته ورسېږي.

ښاغلی ون جيا باو د ٢٠٠٣ کال په مارچ کې د چين د صدر اعظم په توګه mټاکل شو. د چين د اساسی قانون له مخې، د صدر اعظم د ماموريت هره موده پنځه کاله ده. صدر اعظم ون جيا باو په تېرو پنځو کلونو کې د حکومتی کارونو يادونې په وخت کې وويل چې دا تېر پنځه کلونه يوه عادی موده نه وه. نوموړي لومړی د سارس ناروغۍ او د باران او واورو د زيات اورښت په شمول د طبيعی ناورينونو په اړه معلومات وړاندی کړل چې د ملی ولسی کانګرس د زياتو استازيو په أند د عامو وګړيو ګټو ته په کې ډېره پاملرنه شوې ده. د لياو نينګ ولايت استازي وانګ شو بين زموږ د راډيو خبريال ته د دغې نظريې په څرګندولو سره وويل

د دغې دورې حکومت د خپل ماموريت مودې په پيل کې د سارس ناروغۍ او بيا په ٢٠٠٧ کال کې د واورو او باران د سخت اورښت له امله له رامنځته شويو ستونزو سره مخامخ شوی دی. زما په أند، که دغه ناورينونه په نورو هېوادونو کې پېښ شوي وي، نو دوی به زموږ حکومت په شان کار نه وی کړي. زموږ حکومت په جدی او ښه توګه خپلې دندې تر سره کړې او د خلکو ژوند ته يې زياته پاملرنه کړې ده.

د واورو او باران سخت اورښت چې د استازيو له خوا ورته اشاره وشوه، د روان کال په جنورۍ کې د چين په لسو جنوبی ولايتونو او اداري سيمو کې وشو چې په تېرو پنځوسو کلونو کې يې ساری نه درلود. صدر اعظم ون جيا باو نوي حکومت ته نه يوازی د ناورين ځپلو سيمو د بيا رغونې، بلکې د تجربو په راغونډولو سره د بيړني ميکانيزم د ابادۍ په اړه وړانديزونه وکړل.

صدر اعظم ون جيا باو په تېرو پنځو کلونو کې په اقتصادی او ټولنيز پرمختګ کې د چين له خوا تر لاسه شوي برياليتوبونو ته اشاره وکړه او و يې ويل: هر کال د کورني توليد عمومی ارزښت په سلو کې لس اعشاريه شپږ برخه زيات شوی، د بی وزليو وګړيو شمېر کال په کال کمېږي او په کرنيزو چارو کې له بزګرانو څخه د مالياتو اخيستل له منځه وړل شوي، په ٢٠٠٧ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومی ارزښت په نړۍ کې درېيم ځای نيولی، د انسان وړونکې فضايی بېړۍ الوتنه او د سپوږمۍ په اړه د پلټنې او څارنې لومړی پلان بريالی شوی، په ټولو کليوالو سيمو کې اجباری ښوونه تر سره شوي، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په ټولو ښارونو او علاقه داريو کې يو پنځوس مليون تنه استخدام شوي او داسی نورې چارې تر سره شوې دي.

صدر اعظم ون جيا باو د يادو شويو وتلو برياليتوبونو په اړه شپږ فقره ايزې تجربې راغونډې کړې. ده وويل

موږ بايد خپلې مفکورې ازادې کړو، د علومو له مخې د پرمختيايی نظريې او د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پر پلی کولو ټينګار وکړو، عمومی کنترول پياوړی کړو، داسی تګلارې جوړې کړو چې د خلکو له ګټو سره سمون لري او د قانون له مخې چارې اداره کړو.

په وروستيو څو مياشتو کې د چين زياتره عام وګړي د توکيو بيو د پر له پسی لوړېدو په اړه انديښمن دي. نو ځکه د يو مليارډ او دری سوه مليون تنو په استازيتوب نژدی درې زره تنه استازيو د صدر اعظم ون جيا باو له خوا يوې بلې وړاندی شوي شمېرې ته زياته پاملرنه وکړه چې د اوسېدونکو د استهلاکي بيې عمومی سويه به په سلو کې له څلور اعشاريه اتو نه کمه زياته شي. د جيانګ سو ولايت استازي جانګ شيانګ نينګ چې د کرنيزو درملونو په برخه کې يو کارپوه دی، د بيو لوړېدو ته زياته پاملرنه کړې، خو د حکومت له خوا يې د بيو د کنترول په اړه خپل پوره باور څرګند کړ

موږ بايد په دې پوه شو چې د نړۍ د اقتصادی حالت يا زموږ په اقتصادی چارو کې د ځينو نيمګړتياوو له امله د توکيو بيې لوړې شوې دي. زما په أند که د لوړېدو لاملونه پيدا شي، نو د توکيو بيې به په ښه توګه کنترول شي.