د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د مارچ په پنځمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د نوې دورې ملی پارلمان يعنی د استازيو جرګه به د روانې مياشتې په لسمه نېټه خپله لومړۍ غونډه تر سره کړي.
د دغه هېواد د ځای ناستي حکومت د مطبوعاتو او خپرونو وزير نثار مېمن وويل د نوې دورې ملی پارلمان په لومړۍ غونډه کې به ټاکل شوي غړي لوړه وکړي او د دوی ترمنځ به د پارلمان مشر او مرستيال وټاکل شي. له دې وروسته به هغه سياسی ګوند چې په پارلمان کې برلاسی دی، د لومړي وزير نومأندان وړاندی کړي چې له مخې به يې د نوي حکومت د لومړي وزير ټولټاکنې پيل شي.