د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين صدراعظم وين جيا باو د مارچ په پنځمه نېټه د چين د نوی دورې ملی ولسی کانګرس په لومړنۍ کلنۍ غونډه کې د حکومت د کاری راپور په وړاندی کولو سره وويل په روان کال کې د چين د اقتصادی کارونه عمده موخې د اقتصادي پرمختګ له عامې چټکتيا څخه له حده زيات اقتصادی چټکتيا ته د بدلولو مخنيوی دی چې د جوړښت په ساحه کې د بيو له زياتوالی څخه د پيسو د پاړسوب عمومی کنترول وکړی. د اټکل له مخې په روان کال کې به د چين اقتصادي زياتوالی اته سلنې ته ورسېږي.
صدراعظم وين جيا باو وويل چې په روان کال کې د خلکو د لګښت د بيو عمومی سويې انډول به په سلو کې څلور اعشاريه اته کنترول کړي. هغه وويل چې په روان کال کې د بيو د عمومی سويې له حده د زيات لوړوالی مخنيوی د حکومت اصلی دنده ګڼل کېږي.
صدراعظم وين جيا باو زياته کړه چې حکومت بايد د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه د دندې او موخې د پلی کولو، د اقتصاد د پرمختيايي لارو چارو د بدلو د پياوړتيا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو په هکله د ټولنې د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.